هغه ستوري چې د بايدن د تحلیف په مراسمو کې ګډون کوي
د کرونا وبا له کبله د امريکا د نوي ولسمشر د تحلیف په مراسمو کې به د ګډونوالو شمیر لږ وي. خو په عين وخت کې به يو شمير نامتو سندرغاړي او فلمي ستوري په يوه ځانګړې ټلويزيوني خپرونه کې راڅرګند شي چې دلته ښودل شوي دي.
لیدي ګاګا
سندرغاړې ليدي ګاګا، يوه د هغو نامتو هنرمندانو په ډله کې ده چې د امریکا د نوي ولسمشر، جو بايدن او د هغه د مرستيالې، کاملا هريس، د تحليف له مراسمو سره سم په يوه ځانګړي پروګرام کې ګډون کوي. په پام کې ده هغه به په دغو مراسمو کې د امريکا ملي سرود ووايي.
جنیفر لوپز
د بایدن د تحلیف د مراسمو په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې بله نامتو څیره سندرغاړې جنیفر لوپز ده. هغه تر دې وړاندې د امریکا په انتخاباتو کې له دموکرات ګوند څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.
بروس سپرینګستن
د دغه پروګرام بل هنري ګډونوال به نامتو سندرغاړی بروس سپرينګستن وي. هغه به په دغه ځانګړي پروګرام کې خپله نامتو سندره «Born in the USA» ووايي چې د امریکا دوهم ملي سرود په سترګه ورته کتل کيږي.
جان بون جووي
د راک موسيقي سندرغاړی، جان بون جووي هم د تحلیف ورځې په ځانګړي هنري پروګرام کې ګډون کوي. جووي يو له هغو هنرمندانو څخه دی چې د دونالد ترمپ پر سیاستونو يې نیوکه کړې وه. هغه ترمپ یو «نامطلوبه شخص» ښودلی وو.
جان لجند
امريکايي سندرغاړي جان لجند، هم ويلي دي چې په دغه ځانګړي ۹۰ دقیقه يې پروګرام کې ګډون کوي. لجند له وړاندې دموکراټ ګوند څخه ملاتړ کړی وو. هغه د تیرکال په نومبر کې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له کاملا هريس سره ملګرتیا هم کړې وه.
اوا لونګوریا
اوا لونگوریا او سینمايي ستوری، کری واشینگتن به د دغه تلويزيوني پروګرام کوربتوب کوي. لونگوریا په مشهورو تلويزيوني سريالونو کې رولونه ادا کړي دي. دغې هنرمندې هم په کراتو د دموکراټانو په غونډو کې ګډون کړی دی. همدا ډول هغې د انتخاباتي کمپاينونو پر وخت په فلوریدا کې له بایدن او هریس سره ملتیا کړې وه.
ټام هنکس
د هالیوود نامتو فلمي ستوری، ټام هنکس به په دغه تلويزيوني پروګرام کې د پروګرام وړاندې کونکو سره همکاري کوي. په پام کې ده په دغه پروګرام کې «ورځني اتلان» معرفي شي.
لین مانوئل میراندا
لین مانوئل میراندا، سندره جوړونکی او نمایشنامه لیکونکی دی. دی به په دغه پروګرام کې ادبي ټوټې ووايي. د بسکتبال امريکايي لوبغاړی، کریم عبدالجبار، هم په دغه ځانګړي تلويزيوني پروګرام کې ګډون کوي.