هغه ژوي چې بې له نارینه بچي پيدا کوي
کله چې يوه ښڅه يوازې په يوه ټاپو کې وي او وغواړي چې اولاد وزيږوي نو لومړی فکر به دا وي چې بد چانسه ده. خو اړتيا د اختراع سبب گرځي او داسې ژوي هم شته چې پرته له نارينه ميندواره کيږي.
بې له نارينه اولاد زيږول
د جنسي اړيکو له لارې د نسل ادامه د تکامل يوه موافقه طرحه ده چې موږ انسانان یې ښه پيژنو. څوک چې غواړي ماشوم وزيږوي، تر ټولو لومړی يوه مناسب ملگري ته اړتيا لري. خو ځیني ژوي بيا دې ته اړتيا نه لري چې په يوه «مناسب» ملگري پسې لټه وکړي. ځکه دوی کولای شي په آسانۍ سره ځانونه کلون کړي او یا په اصطلاح د ځان نسخه واخلي.
باکره چنگاښ
د دې يوه بيلگه مرمري چنگاښ دی. د خوږو اوبو دې چنگاښ په ۲۰۰۳م کال کې ډيره پاملرنه جذب کړه. آلماني ساينس پوهانو وموندله چې د چنگاښ دا ډول یې نارينه نه لري او اولاد د ځان د کلون کولو له لارې يعني بې له نارينه زيږوي.
د ناڅاپي اوښتون له لارې د نسل زياتول
دا چې مرمري چنگاښ څرنگه خپله جنسي وړتيا له لاسه ورکړې، روښانه نه ده. خو جينيتکي ارزونو ښوولې چې د چنگاښ دا ډول د شمالي امريکا د سيندونو د چنگاښ سره خپلوي لري. ساينس پوهان اټکل کوي چې د خوږو اوبو دا چنگاښ ښايي په نويمه لسيزه کې په وراثت کې د ناڅاپي بدلون له کبله دغه بڼه خپله کړي وي.
د مخکښو له پاره بیلګه
بې له جنسي اړيکو د توليد يوه ستره گټه داده چې د نفوس د زياتولو له پاره يوازې ښځه بسنه کوي. پر دې خبره باکره څرمخکۍ هم پوهيږي: دا د پاسيفيک په ليرو پرتو ټاپوگانو کې اوسي. که چیرې دې ښځينه څرمښکیو د خپل نسل د ډيرولو له پاره له نارينه سره جنسي اړيکې ته اړتيا درلودلای نو هيڅکله به یې اولاد نه وای پيدا کړی.
له ميليونو کالونو راهيسې موجود حيوانات
د څرخ لرونکو ډيرو کوچنيو حيواناتو له ډلې څخه «بديليوداي» هغه دي چې له ډيرې اوږدې مودې يعني کابو ۴۰ ميليونو کالونو راهيسې بې له جنسي اړیکو خپل نسل پر مخ بيايي. په دې اوږده موده کې د ځمکې چاپيريال څو وارې تغير شوی دی. دا چې بديليودای اوس هم موجود دي ښايي په دې پورې اړه ولري چې دوی له نورو حيواناتو څخه ډي ان اې اخيستې د مثال په توگه له باکترياو او يا خريړو څخه.
اختياري جنسي اړيکه
مرمري چنگاښ، بديليودای او باکره څرمخکۍ يوازې ښځې لري. خو داسې حيوانات هم شته چې د جنسي اړيکو ټينگول ورته اختياري دي. يو مثال یې «Rainbow Whiptail Lizard» په نوم لټکه يا څرمښکۍ ده چې په شمالي امريکا کې موندل کيږي. د لټکو دا ډول په ځينو ځایونو کې پرته له نارينه حيواناتو بچي زيږوي او په ځينو کې بيا له نارينه ژويو سره يوځای اوسي او جنسي اړيکي ورسره ټينگوي.
زندان د اختراع سبب گرځي
په ۲۰۰۶ م کال کې د لندن په يوه ژوبڼ کې يوې کومودو اژدها څلور بچي وزيږول. دا د کلون يا بې له نارينه د ماشوم د زیږولو قضيه نه وه خو بيا هم څلور سرو نارينه وو اژدهاو يوازې د مور دي اين ای درلودل.
د کبانو د قفس پيغله
د نهنگانو په يوه اکواريم کې ساتل کيدل د دې سبب شوي چې دوی پرته له نارينه خپل نسل زيات کړي. د بيلگې په توگه په ۲۰۰۷ م کال کې په امريکا کې په يوه اکواريم کې يو ښځينه نهنگ بې له جنسي اړيکې ميندواره شوه او يو بچی یې وزیږوه.
آيا نارينه وو ته نوره اړتيا نشته؟
په تي لرونکي ژويو کې تر اوسه نه دي ليدل شوي چې ښځينه يې بې له جنسي اړيکې ميندواره شوي وي. د ساينس پوهانو له نظره په دې حيواناتو کې د ماشوم زيږولو ميکانيزم ډير پيچلی دی. خو دا ډيره گټه هم لري ځکه د جنسي اړيکو له لارې ماشوم زيږول په وراثت کې د زيان رسوونکو ناڅاپي بدلونو خطر کموي او د جين نوي ترکيبونه موږ ته دا زمينه برابروي چې انعطاف پذير واوسو او د چاپيريال پر بدلونونو مناسب غبرگون وښييو.