هند او پاکستان د کشمير مسلې پر سر خبري کړي
۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبهدواړو لومړي وزيرانو وويل،چي د پاکستان او هندوستان اړيکي د ښه کيدو په حال کي دي،خو هغوید خپلي راتلونکيغونډي له پاره يوه مشخصه نېټه و نه ټاکله.
د پاکستان او هندوستان لومړي وزيرانو په مالديفکي د «سارک» په غونډه کي ګډون کړیوو.
ددېغونډي په حاشيه کيتر يوساعته غونډي وروسته د هندوستان لومړي وزير، منموهن سنګ،وويل، چي ډير توند بحث يې در لودی او د ځينو پرمختگونو هرکلی وسو.
د سنګ پهخبره، په راتلونکي کي د دواړو هیوادونو په لوړه کچه خبر اتري بايد لا ډيريښيېپايلي ولري.
د پاکستا لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني وويل،چي هغه د خپل هندي سيال سره د کشمير په ګډونپر نورو ډيرومسايلوخبري کړي دي.
« د پاکستان او هندوستان تر منځ د خبرو اترو راتلونکېغونډه به د دغو دواړو هيوادونو تر منځ د تاريځ يوه نوې پاڼهپرانيزي.»
پاکستاناوهندوستان تر اوسهدرېوارييوله بل سره جګړېکړيدي. خو اوس کارپوهان وايي،چي د دغو هيوادونو اړيکي د ښه کيدو په حال کي دي.
د دغه دواړو هیوادونو د اړيکو د ښکېدو په منځ کي د کشمير او په پاکستان کي د ياغیانو د اډو مسله خنډ ده.
په ۲۰۰۸کال کي د هندوستان په ممبی ښار کي د تروريستي بريد پړه پر پاکستان واچول سوه، چي گویا په هغه هيواد کي ميشتو ياغيانو تر سره کړی. تر هغه وروسته د سولي خبري و درېدلې.
هندي او پاکستاني لومړي وزيرانووروستی وارهغه وخت سره وليدل چي منموهنسنګد پاکستان لومړيوزير ته د هندوستان او پاکستان تر منځ د کريکټ لوبي د نندارې بلنه ورکړه.
پاکستانپه افغانستان کي د هندوستاند مخ پر ډيريدونکينفوذ څخه هم بيره لري،او تلئېپه دېاړه خپله اندېښنه څرګنده کړېده.
افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د سارکپه غونډه کي د نورو غړو هيوادونو ترڅنګ ګډون کړی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل