هندوستان له روسیې د وسلو رانيولو تړون لاسلیک کړ
۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعهد امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د خرابو اړیکو پرمهال امريکا د روسیې له دفاع او استخباراتي سکتور سره د سوداګریزي راکړي ورکړي په صورت کې د بندیزونو خبرداری ورکړ دی. خو پر دې خبرداري سربیره هندوستان له روسیې سره د دافع هوا سیستم په برخه کې د ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کي د S-400 په نوم دافع هوا سیستم تړون لاسلیک کړ. سربیره پر دې، دواړو مشرانو د اتومي انرژي، فضايي څېړني او اقتصاد په برخه کې هم خبري اتري کړي دي.
په عین حال کې هندوستان د امریکا له لوري د بندیزونو لگولو د مخنیوي له پاره د استثنا غوښتنه کړې ده. امریکا متحده ایالاتو د خپل هيواد په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې او د کریمیا نيمه ټاپو د نیولو په ځواب کې یو لړ بندیزونه وضع کړي دي.
په عین وخت کې چارواکو د هندوستان او روسیې ترمنځ د هوايي دفاع سیستم د تړون لاسلیکولو پخلی کړی، خو دواړو مشرانو بیا تر خبرو وروسته په خبري کنفرانس کې دغې موضوع ته کومه اشاره ونه کړه.