هنر د وریژو په کرونده کې
د یوه کوچني کلي اوسیدونکي له ۱۹۹۳ م کال راهیسې د وريژو په کرونده کې د شولو د بیلابیلو ډولونو له ترکیب څخه یو لوی هنر جوړوي. د ۲۰۱۸ کال نمایش د یوه چاپانې رسام «اوسامو تیڅوکه» طرحه ده. نوموړی سږکال نوي کلن شو.
په دې توګه د یوه چاپاني رسام قدرداني کیږي
په دې توګه د رسام اوسامو تیڅوکه (۱۹۲۸-۱۹۸۹م)، چې د خپلو کارټوني انځورونو له کبله په جاپاني «والټ ډيسني» یې شهرت درلود، ستاینه او قدرداني کیږي.
مشهورې څیرې
د جاپاني رسام د منګا انځورونو سربیره د شهزادګۍ ډیانا په څیر د مشهورو څیرو قدرداني او درناوی هم په دې توګه ترسره کیږي. د وريژو کرلو طریقه یې ډیره ساده ده: تر زرو ډير بزګران د کمپیوټر په وسیله د جوړ شوي یو پلان له مخې د شولو مختلف رنګونه نهالوي.
په وریژو کې هنر
د ۲۵ کلونو راهیسې هر کال د «وریژو د کروندو هنري نمونې» نندارې ته وړاندې کیږي. دا چې د وریژو په کروندو کې به د کومې انګیزې له مخې رسامي صورت ونیسې، د بزګرانو په مشوره ترسره کیږي. په دې انځور کې د «زړه او تاج» په نوم د یوه عاشقانه فلم صحنه انځور شوې چې ګریګوري پِک او اودري هیپبورن په کې لیدل کیږي.
قیمتي ډبرو ته ورته د وریژو يو انځور
سږ کال د وریژو یا شولو د بوټي ۱۱ مختلف انواع یا ډولونه، تر دوه هکټاره زیاته ځمکه (لکه د فوټبال دری میدانونه) کې کرل شوي وې. دغه فصلونه باید په مني کې حاصل ورکړي او هغه هدف لاسته راوړي د کوم له پاره چې کرل شوي دي. دغه وریژې بیا پخیږي او د وریژو په فیستیوال کې مصرفیږي.
د هر چا له پاره یو څه لري
دغه کروندې داخلي او خارجي انګیزه ښکاره کوي. په تیرو کلونو کې د سټار وارس Star Wars او مونا لیزا Mona Lisa ترڅنګ د جاپاني کلتوري شخصیت اولترامن Ultraman او همدارنګه د رسامۍ د مخکښ هنرمن Katsushika Hokusai په شان د هنرمندانو جوړ شوي انځورونه هم نندارۍ ته وړاندې شوي دي.
د سیلانیانو راجلبونکي
د دې له پاره چې د سیلانیانو پام دې سیمې ته واړول شي، د وريژو د کروندې په منځ کې د اورګاډي یو تمځای جوړ شوی دی. دغه تمځای د «وريژو د کروندې هنر» په نوم نومول شوی دی. د دې له پاره چې سیلانیان له دې هنر څخه یو مجموعي انځور ترلاسه کړای شي، باید له یو داسې نقطې څخه دا ځای وويني چې هر څه ورته واضح ښکاره شي.