ولي د شري ساري ناروغي زياته شوې؟
په نيويارک کې د شري ساري ناروغۍ خپريدو له کبله بيړنی حالت اعلان شو. د روغتيا نړيوال سازمان هم د دغې ناروغۍ خپريدلو په اړه خبري کوي. د شري ډيريدلو وجه څه ده؟
شری يو داسي مصيبت چې مخه يې نه نيول کيږي
د روغتيا نړیوال سازمان په وینا واکسن کولو ته نه پاملرنه په نړۍ کې تر ټولو زيات روغتيا ساتني ته جدي ګواښ دی. د دغه سازمان په باور، واکسن کولې شي له دوو تر درو ميليونو انسانانو د مرګ مخه ونيسي. خو واکسنو ته نه لاس رسې اصلي ستونزه نه ده، بلکي په هغو هيوادونو کي چې د روغتیا ساتنی سیستم يې ښه وي بې پرواي او پر واکسنو بې اعتماي اصلي لامل دې.
شری او د خپريدلو علت يې
شری يو ډول ساري ناروغي ده چې ويروس يې د پړنچي يا ټوخې، د پزي او خولې د لاړو له لارې له يو کس څخه بل ته انتقاليږي. حتي که انسانان په څومتره فاصله کي هم اوسي. د شري په ناروغۍ اخته کس سره د روغ کس تماس چې واکسن يې نه وې کړی، سمدستې سړی په اخته کيږي.
د شري ناروغۍ پايلي
شری يوه ډيره سارې ناروغي ده چې تقريبا ټول انسانان په خاصه توګه په ماشومتوب کې پرې اخته کيږي. د دغي ناروغۍ نخښې لکه د زکام په څير پيليږي. وروسته بيا سره داغونه او کوچنۍ دانې يا ګرمکي پر بدن راښکاره کيږي. دغه ناروغي د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او کيداي چې د سږو او مغزو د التهاب سبب شي.
پر واکسن د ځينو مخالفينو دلایل
د واکسن مخالفين د اندرو ويکفيلد پر نظر ټينګار کوي. دغه برتانوي ډاکټر په ۱۹۹۰ لسیزه کي يوه مقاله خپره کړه چې پکښې ادعا يې کړې وه چې د شري واکسن د آوتيسم د رامنځ ته کيدلو سبب کيږي. ډير موده لا تیره نه وه چې د دغه ډاکټر طبي اجازه ترينه واخیستل شوه او څيړنيزه مقاله يې هم بیرته را وګرځول شوه.
په اوکراین کې د شري ناروغۍ ډيرښت
په اوکراين کي ۳۰ سلنه د شري ناروغۍ خپريدل دغه هيواد نړيوال ریکارد ته رسولی. په ۲۰۱۸م کال کي په دغه هيواد کې تر ۵۳ زره زيات کسان شري نيولي ول. په اوکراين کې په روان کال کی په شری د اخته کسانو شمير ۳۰ زره کسانو ته رسيدلی چې ۱۷ زره يې ماشومان دي. د اوکرايني چارواکو په وينا د واکسن کمښت او له واکسن څخه ډډه کول په دي هیواد کې د دغه ناروغۍ د ډيريدو لاملونه دي.
په امريکا کې بيړنی حالت
د نيويارک ښاروال د اپريل مياشتې پر نهمه نيټه په شرې د څوسوه کسانو د اخته کيدلو له کبله بیړني وضعيت اعلان کړ. له ۲۰۰۰م کال راهیسی په امريکا کې دغه ناروغي له منځه تللې ګڼل کيده. خو د روان کال له پيل راهيسي د دغه هيواد په ۱۹ آيالاتونو کې ۴۶۵ نوي پيښې ليدل شوي. د نيويارک په ښار کې د ناروغيو کنترول او مخنيوي مرکز د رپوټ له مخې د تيرکال له اکتوبر راهیسي تر اوسه پورې ۲۸۵ کسان په دغه ښار کې پرې اخته شوي.
په آلمان کي د شري خپريدل
آلمان هم د دغه ناروغۍ له خپريدلو څخه په آمان کې نه دی. د روبرت کخ موسسي په وینا په ټول آلمان کې د مارچ میاشتې تر لومړیو پورې په ټوليزه توګه ۲۳۶ پيښې رامنخ ته شوی دي. په همدي مياشت کې د دغي ناروغۍ د خپريدلو له کبله زده کونکو خپلو ښوونځيو ته د ورتلو اجازه نه درلوده. وجه يې دا وه چې هغوی واکسن شوي نه ول.
د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د روان ميلادي کال په لومړيو کي د شري ناروغۍ د بیا خپريدلو په اړه په ټوله نړۍ کي خبرداری ورکړی وو. د يونيسف په وينا په تيرکال کې په ۹۸ هيوادونو کي په شري اخته کسانو شمير ډير شوی دی. په ټوله نړۍ کې ۱۳۶ زره کسان د شري ناروغۍ له کبله مړه شوی دي.