ولی هانګ کانګ د چين له پاره دومره مهم دی؟
۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعهچين په اوس وخت کې هانګ کانګ ته دومره بیړنی ضرورت نه لري، لکه په ۱۹۹۷ م کال کې چې دغه سیمه د بریتانیي له خوا بیرته چين ته سپارل شوی وو. خو دغه ځانګړې ادارې سیمه د چين د اقتصاد د یوې مهمې برخې په توګه باقې پاتې ده او چين نه غواړی هغه کمزوری شي.
په تیرو څلورو لسیزو کې چين د نړۍ دویم لوی اقتصاد او د نړۍ د مالیاتي سیستم په یوې نه جلا کیدونکي برخې بدل شوی دی. دغه پرمختګ د هانګ کانګ په مټ ممکن ګرځیدلی دی.
په داسې حال کې چې چين تر اوسه پورې نه دی توانیدلی ډیر شمیر اقتصادي اصلاحات عملي کړي، هانګ کانګ بیا د سرمایه دارۍ د نړۍ پر لور د پیکنګ له پاره د دروازې حیثیت لري.
نا محبوب «ماشوم»
حتی مخکی له دې چې په هانګ کانګ کې اعتراضونه اوج ته ورسیږي، د هانګ کانګ او پیکنګ ترمنځ ارتباطات بی جنجاله نه وو. چين په هانګ کانګ کې د حکومت ضد منظمو اعتراضونو په نه پام کې نیولو سره هم غواړي چې د سویلي سیمو خلک له ځان سره ولري.
د چين اصلي اوسیدونکي د هغو له جملې څخه چارواکي، هانګ ته د یوه خراب او شرارتي ماشوم په سترګه ګوري.
خو د پیکنګ له خوا د دې ځانګړي اداري واحد پر وړاندې شدید اقدامات، د ماسک لرونکو مظاهره کونکو په پرتله د هانګ کانګ د استحکام او ثبات له پاره ډیر زیات خطر ګڼل کیږي.
د دغو اقداماتو تاثیرات به ډیر ژر د چین په خاوره کې احساس شي، او دغه منفي انځور د دې سبب کیږي چې پانګونه کمه او د نړیوال تجارت په برخه کې د چين حیثیت او توان تر اغیزې لاندې راولي.
پاتې نړۍ هم هانګ کانګ ته اړتیا لري
پانګوال د «یو هیواد دوه سیستمه» موافقتنامه چې په ۱۹۹۷م کال کې د چين او انګلستان ترمنځ رامنځته شوې وه خوښوي. دا سیستم د داسې دوامداره قانوني چوکاټ شرایط تضمينوي، دقیق هغسې چې د خپل پولي واحد او تر ۲۰۴۷م کاله پورې «د سرمایه دارۍ اقتصاد» د اسهامو له پاره چې یی تضمينوي.
ویل کیږي چې د هانګ کانګ مرکزي بانک، تنظیمونکي یي، د امنیت کمیسیون، او د راتلونکي کمیسیونونه د با اعتماده ادارو په توګه پيژندل کیږي او ډیر پرمختګ یي کړی دی.
له همدې امله هانګ کانګ د تر ۱۵۰۰ ډیرو څو ملیتي شرکتونو له پاره یو داسې بیس یا پلیټ فارم دی، چې چينایي مارکیټونو ته بی جنجاله او آسانه لاره لټوي. په چين کې ۶۰ سلنه د باندنیو پانګوالو خپله لاره د هانګ کانګ له طریقه پیدا کوي.
حکومت د پانګوالو امنیت ساتي. په دوی کې د چين د کمونیستي ګوند یو شمیر ډیر لوړپوړي کادرونه هم موجود دي چې نه غواړي روان اقتصادي بجران لا پسې وغځول شي.
د چين رهبرۍ په ډیره لوړه کچه په هانګ کانګ کې د کورونو د جوړونې او اسهامو په بازار کې پانګونه کړې ده، همدا دلیل دی چې د چين وسله وال پولیسو ځواکونه تر اوسه پورې په خپلو قرارګاو کې پاتې دي او د هانګ کانګ پر لور یي حرکت نه دی کړی.
Clifford Coonan (dk)/sn.aa