يوې ښځي د امتحان پر وخت ماشوم وزېږاوه، خو امتحان يې ورکړ
۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعهميندواري ۱۸ کلنې فاتوماتا کوروما کوندې د ګينېا د ختيځ په مامو ښار کې خپل د فزيک امتحان ورکاوه. ازموينې ته د کښېناستو پر مهال دا په ځان پوهه شوه چې لږ وروسته ښايي ماشوم و زېږوي.
دغه ځوانه ښځه روغتون ته ولېږدول شوه او په لسو دقيقو کې يې ډېر ژر هلک وزېږاوه. دغه ځوانه ښځه څلويښت دقيقې وروسته بيرته د ازموينې خونې ته ستنه شوه او خپل مېز ته کښېناسته چې د هغې د فاميل تر څنګ يې د امتحان د څارنې مسئولين هم هک پک حيران کړل.
ځايي رسنيو دغه کيسه لومړی خپره کړه
د هغې دغه کيسه لومړی د ځايي رسنيو له خوا خپره شوه، خو د فزيک د ازموينې ځايي مشر هم هغه تائيد کړه. مېرمن کوندې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې خپل مېړه ته يې آن دا ويلي نه ول چې د کوچني زېږېدو ته يې ډېر لږ وخت پاته دی.
د هغې ويره دا وه چې ښايي مجبوره شي چې په کور کې پاته يا ډاکتر ته ولاړه شي. د هغې په خبره «ما تصور نه شوای کولی چې له دغه وروستي امتحان څخه تېره شم، چې ټول کال مې ورته درس ويلی وو.»
د کوندې مېړه پوليس دی چې د يوه دوست په حواله يې ډېر خوشحاله دی او هر چا ته د خپلې «پياوړې مېرمنې» کيسه کوي. نوموړي دا هم ويلي دي چې «موږ خدای ته دعا کوو چې فاتوماتا به خپل فراغت تر لاسه کړي.»
هغوی غواړي پر هلک باندي د «اېسپوار» نوم کښيږدي چې په فرانسوي ژبه کې د هيلې او اميد معنی ورکوي.
AFP/NS/NZ