ټوله اروپا تړل شوې
د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه په ټوله اروپا کې د ټولنيز ليرې والي او پر سفر د بندیز له کبله د اروپا هغه ښارونه او ځايونه چې د سياحت له پاره شهرت لري، تش دي.
په پاريس کې بندیز
د فرانسې حکومت د تیرې پنجشنبې په ورځ په ټول هيواد کې خلکو ته په کورونو کې د پاتېدو لارښوونه وکړه. له دې کبله په نړۍ کې ډېر شهرت لرونکی ښار پاريس هم خاموشه شوی دی. د پاريس اوسيدونکو ته ويل شوي چې بې ضرورته له کورونو ونه وځي. پاريس هغه ښار دی چې قهوه خانې یې په جنګونو کې هم کله نه وې تړل شوې.
پر برلين هم چپتيا خپره ده
د آلمان صدراعظمې د يکشنبې په ورځ د سختو اقداماتو اعلان وکړ. پر کرونا ويروس د کنترول موندلو په نهه فقريي پلان کې دا خبره هم راغلې چې په عامه ځايونو کې تر دوو زيات کسان نه شي سره یوځای کیدلی. خلکو ته ويل کيږي چې د کوويد- ۱۹ ويروس د مخنيوي په موخه له يو بل سره تر يو نيم متر زيات واټن رعايت کړي. د آلمان وګړي د دې نړيوالې وبا په اړه جدي ښکاري او له همدې کبله په برلين کې هم پر سړکونو چپتيا خپره ده.
د خارجيانو پر داخليدو بنديز او تړلي سرحدونه
د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د آلمان حکومت د بهرنيانو پر داخليدو هم يو څه بندیز وضع کړی دی. د دې ګام له کبله د هيواد تر ټولو مصروف د فرانکفورت هوايي ډګر ګنه ګونه هم کمه شوې او پر سړکونو هم ترافيک ډېر کم شوی دی.
د بایران ایالت اوسيدونکي پر کور شوي
د مساعت له لحاظه د آلمان په تر ټولو ستر ایالت کې هم تیره اوونۍ بشپړ بندیز اعلان شو. د ویروس د مخنيوي په موخه به په دغه ایالت کې دوې اوونۍ دغه حالت حاکم وي. د ایالت په مرکزي ښار مونشن کې هم د ورځني ژوند چارې په ټپه درېدلي دي.
په بريتانيا کې هم سخت اقدامات
په بريتانيا کې هم ټول رستورانتونه، قهوه خانې، کلبونه او د ټولنیز تماس نور ټول ځايونه تړل شوي دي. لومړي وزير بورس جانسن له خلکو غوښتي چې د غير ضروري سفر او تماسونو څخه ډډه وکړي. په دې توګه د لندن تاريخي متروګانې خالي دي.
د میلان ښار ويروس په نخښه کړی
په اروپا کې د کرونا ويروس تر ټولو زیات زيان ايټاليا ته اوښتی دی. په دې هيواد کې د مارچ له لسمې نیټې راهيسې بندیز دی او خلکو ته په کلکه ويل شوي چې په کورو کې پاته شي. د میلان په څېر نور ستر ښارونه د ويروس د مخنيوي د اقداماتو له کبله بې ګڼې ګوڼې شوي دي.
واتيکان هم د خلکو پر مخ تړل شوی
د ايټاليا په شمال کې د نړیوالې وبا د مخنيوي په موخه د سختو اقداماتو له کبله د واتیکان ښار هم له يو شمير محدوديتونو سره مخامخ شوی دی. د عيسويانو د دې مذهبي ښار سينت پيترز مشهور ميدان هم د خلکو پر مخ تړل شوی دی او په پام کې ده چې د ايستر اختر پر وخت هم ستر مراسم ترسره نه شي.
هسپانيا هم ډېره اغیزمنه ده
په اروپا کې تر ايټاليا وروسته وضعه تر ټولو ډېره په هسپانیا کې خرابه ده. د هسپانيا حکومت د مارچ تر یولسمې نیټې پورې په ټول هيواد کې بيړنی حالت نافذ کړی. په هسپانيا کې د بارسلونا او مادريد ښارونه تر ټولو ډير اغيزمن دي.
په اتريش کې يو څه ښه والی ترسترګو کيږي
د اتريش د حکومت په حواله د شنبې او يکشنبې پر ورځو د نویو پيښو کچه ۱۵ سلنه وه چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله يو څه ښه والی ښيي. تر دمخه دا کچه ۴۰ سلنه وه. د حکومت له اړخه سخت اقدامات د دې وبا د کنترول له پاره ګټور ثابت شوي.