پارلمان د مخابراتي شرکتونو پر مشتريانو لس سلنه مالیه لغو کړه
۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبهآن دوه کاله مخکې، کله چې افغان حکومت د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو قانون وضع کړ، نو د افغانستان په کچه یې غبرګونونه راوپارول. ډیری پیریدونکو دغه قانون عادلانه نه بله خو حکومت بیا ټینګار کاوه چې د مالیاتو ټولولو له لارې کولای شي چې خپلو اتباعو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د قانون له پلي کیدو سره سم، د هغه په برخه کې د فساد په اړه اندیښنې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې یو شمیر لوړپوړي چارواکي آن له خپلو دندو څخه کوښه هم شول.
اوس پارلمان دغه قانون د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو د راټلولو او لګښت په بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله لغوه کړی دی. په پارلمان کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «نن غونډې پریکړه وکړه چې د دغه قانون هغه مواد چې له مخې یې د کریدت کارتونو لس سلنه د مالیې په توګه اخیستل کیږي، لغو کړي.»
اوس نو په قانون کې دغه راغلي بدلونونه د سنا مجلس ته د تصویب په موخه استول کیږي او تر هغه وروسته به نور د مخابراتي شرکتونو له پیریدونکو څخه لس سلنه مالیه نه اخیستل کیږي.
د رحماني په خبره، پارلمان ځکه د دې قانون د لغوه کولو پریکړه وکړه چې په دې بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله ډیرې پیسې ورکې دي. هغه وویل: «د وړاندې شویو معلوماتو له مخې شوي تخمینونه ښيي چې په تیرو دوو کلونو کې دولت باید له دې لارې اووه میلیارده افغاني عاید لرلی.»
د پارلمان دغه غړي ادعا وکړه چې پر دې سربیره باید له لسو څخه بیا تر شلو میلیاردو پورې نورې افغانۍ هم راټولې شوې وای خو اوس د عوایدو یوه برخه ځکه لادرکه ده چې د بیلابیلو لاملونو له کبله دغه مالیه پر ټولو سیم کارتونو باندې نه وضع کیږي او ورکې شوې پیسې د مخابراتو په سکتور کې د مافیایي کړیو تر منځ لاس په لاس شوې دي.
د قانون د لغو کولو له پاره د پارلمان بل لامل د ترلاسه شویو پیسو په لګښت کې د شفافیت نه شتون په ګوته شوی دی. رحماني وویل: «موږ نه پوهیږو چې په راټولو شویو پیسو څه شوي دي.»
زموږ له ارشیف څخه: