پاکستان د افغانستان سره خپل يو سرحد وتاړه
۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس له اسلام آباده ليکي چې دغه اعلان يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې په پاکستان کې د کرونا ويروس دوه نوې پيښې ثبت شوې او دې سره په دغه هیواد کې پر کرونا ويروس د مبتلا کسانو شمير څلورو ته ورسيد.
چارواکو ويلي دي چې د چمن/سپين بولدک سرحد به د يکشنبې له ورځې(د مارچ لومړۍ نيټه) وتړل شي، خو د تورخم دروازه به په خپل حال کي پرانیستې پاتې وي.
ايران او چين په سيمه کې هغه دوه هیوادونه دي چې د کرونا ويروس پر وړاندې سخته مبارزه کوي.
د فرانسې خبري آژانس زياتوي چې پاکستان له دې بابته بيره لري، چې آیا د دغې ساري ناروغۍ په وړاندې به د مقابلې توان ولري که نه.
پاکستان په عين وخت کې ايران ته خپل ټول پروازونه په تعويق اچولي او له دغه هيواد سره يې خپل سرحدونه هم تړلي دي.
په ټوله نړۍ کې تراوسه پورې له ۸۳ زرو څخه ډير انسانان د کرونا د نوي ويروس پر نارغۍ مبتلا شوي چې څه باندې ۲۹۰۰ کسان يې مړه کړي دي. په دغه ويروس باندې تر ټولو ډير کسان په چين کې چې د کرونا ويروس د پيدايښت ځای دی، مبتلا او مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ارقام د هرې ورځ په تيريدو سره لوړيږي.