پاکستان: د تحريک طالبان پاکستان ۲۱ غړي نيول شوي
۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبهد پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه کسان په ياد ایالت کې د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې د استخباراتي معلوماتو په مرسته نيول شوي دي.
د پاکستاني طالبانو ډله چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په نامه هم ياديږي، له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو داسې انګيرل کيږي چې له دغه ډلې سره نږدې اړيکي لري.
د ترهګرۍ ضد ادارې د شکمنو کسانو، د هغوی پر ضد د دایرو شويو دوسيو او احتمالي تړاو يا اړيکو يو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې د هغو بريدونو په اړه څه نه دي ويل شوي چې دې کسانو پکې احتمالاً لاس درلود.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د «بلوڅانو د ملي پوځ» په نوم د منع شوې ډلې مشر محمد ارشاد، هم نيول شوی دی. دغه ډله په بلوچستان ایالت کې فعاليت لري.
د پاکستان بلوچستان ایالت هم تر دوو لسیزو ډېرې مودې راهېسې د بلوڅ ناسيونالستانو د ټيټې کچې د ياغيبوب شاهد دی. دوی لومړی د دغه ایالت په سرچينو کې د لا ډېرې ونډې غوښتنه کوله خو وروسته ته یې بيا د خپلواکۍ له پاره هلې ځلې پېل کړې. ټي ټي پي او نورې سيمه ایزې وسله والې ډلې هم په دغه ایالت کې فعاليتونه کوي.
ب. ص/ ن. ز (APE)
زموږ له آرشيف څخه: