1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د شپنۍ روزنې پر مهال مو بالستیک توغندی ازمویلی

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

د پاکستان پوځ ویلي چې د شپې پر مهال د روزنې په ترڅ کې له ځمکې څخه د ځمکې پر سر هدف ویشتونکي بالستیک توغندي ازموینه یې تر سره کړې ده. دغه ازموینه په داسې وخت کې کیږي چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان اړیکې ترینګلې دي.

https://p.dw.com/p/3Oh8E
Pakistan testet atomwaffenfähige Raketen
آرشیف انځورانځور: picture alliance / dpa

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال آصف غفور، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «پاکستان د شپې پر مهال د روزنې په ترڅ کې په بریالۍ توګه د غزنوي په نوم توغندي ازموینه تر سره کړې چې د بیلا بیلو سرګلولو د لیږد ظرفیت لري.»

د رپوټ له مخې دغه توغندی تر۲۹۰ کیلومتره د سرګلولې د انتقالولو وړتیا لري.

د پاکستان له لوري دغه توغندی په یوه داسې وخت کې ازمویل کیږي چې د هند له لوري د دوی تر ادارې لاندې کشمیر څخه د ځانګړي نیمه خپلواکه حیثیت د اخیستو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې سختې ترینګلې دي.

دواړو هیوادونو چې اوس د اتومي قدرت درلودونکي هم دي د کشمیر پر سر درې وارې جګړې هم کړي دي.

پاکستان د هند دغه ګام سخت په غوسه کړی دی او له دغه هیواد سره یې د ترانسپورتي او اقتصادي اړیکو پر پریکون سربیره له خپل هیواد څخه د هند سفیر هم ایستلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: