پاکستان غواړي د بنګو قانوني کر پیل کړي
۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعهدا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشري د پاکستان اوسنې حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې د صادراتو په پایله کې خپل پولي واحد تبادله کړي. د دې موضوع لامل د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت، د بودجې کسر او د انفلاسیون لوړ نرخ دی.
د پاکستان د ساینس او تکنالوژي وزیر فواد چاودري، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د بنګو مارکیت کولی شي په راتلونکو درو کلونو کې پاکستان ته یو میلیارد ډالر راوړي او موږ د دې هدف له پاره د یوه بشپړ پلان د جوړولو په حال کې یو.»
بنګ د کنابیس یو ډول بوټی دی چې په کې «کانابیدویل» موجوده ده او د پلویانو په خبره یې د دوا په جوړو کې کاریدای شي او همداراز د بنګو پلویان وایي چې هغه کاروونکو ته یو ډول آراموونکی احساس ورکوي.
د چاودري په خبره د بنګو نړیوال مارکیت ۲۵ میلیارده ډالره دی. هغه زیاته کړې ده چې اوس یو شمیر هیوادونو خپل قوانین د هغو محصولاتو پر وړاندې نرم کړي دي چې په کې بنګ کارول شوي وي.
چاودري دا هم ویلي دي چې د جوړ شوي پلان له مخې به حکومت په لومړي سر کې د بنګو کرهنه کنترول کړي خو بیا وروسته به خصوصي بزګرو او سوداګرو ته هم د دې کار اجازه ورکړل شي.