پاکستان مودي ته له خپل هوايي حريم د تېريدو اجازه نه ده ورکړې
۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د چهار شنبې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۸مه) د يوې ويديو له لارې وويل چې د پاکستان حکومت د هند هغه غوښتنه رد کړه چې لومړي وزير مودي ته دې د سپتمبر پر ۲۰ او ۲۸ مو نیټو آلمان ته د تگ او راتگ له پاره د دغه هېواد له هوايي حريمه د تیرېدو اجازه ور کړل شي.
قريشي زياته کړه: «موږ دا کار په کشمير کې د روان وضيعت له کبله کړې ده.» د هند له خوا د کشمير د ځانگړي نيمه خپلواک حيثيت تر ختمولو وروسته په کشمير کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او گرځبندیز ته ورته وضيعت دی.
د پاکستان هوايي حريم د تجارتي پروازونو له پاره پرانيستی دی خو دا په روانه مياشت کې دويم وار دی چې اسلام آباد هندي مشرانو ته له خپل هوايي حريمه د تېریدو اجازه نه ورکوي.
د پاکستان له خوا دغه ډول چلن تر هغه وروسته وليدل شو چې د هند د کورنيو چارو وزير د سه شنبې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ويلي ول چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير هم د هند برخه ده او تمه لري چې پر دغه سيمه به بشپړ کنترول ترلاسه کړي.
پاکستان د هند پر دې څرگندونو د غبرگون په توگه ويلي ول چې که ځمکنۍ بشپړتيا یې وننگوله شي نو د هر ډول اشغال اغیزناک ځواب به ورکړي.
خو لومړي وزير عمران خان بيا په عین حال کې د پاکستان وگړو ته خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې کشمير ته د جهاد له پاره ځي، هغه به د دغه هېواد لوړ هدف ته زيان ورسوي.
هغه خبرداری ورکړ چې د هند چارواکي د يوې «بهانې» په انتظار دي څو پر کشمير ور وخيژي. نوموړي ژمنه وکړه چې راروانه اوونۍ به د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د کشمير موضوع راپورته کړي.
د هند او پاکستان ترمځ د کشمير پر مسئله ترینگلتياوې هغه وخت لا پسې پراخې شوې چې هند د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير ځانگړی نیمه خپلواک حیثيت ختم کړ او هلته وضعه لا پسې خرابه شوه.
له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو مشرانو لفظي جگړه پېل کړې ده. هند پر پاکستان له ډېر پخوا راهیسې په کشمير کې د وسله والو ډلو پر مټ د بريدونو تورونه لگوي.
پاکستان هم هند له خوا د کشمير د ځانگړي حیثيت د ختمولو تر پريکړې وروسته ژمنه کړې چې د کشميريانو ترڅنگ به دريږي او پر هند یې په ښکاره توگه په سيمه کې د «ټول وژنې» تور لگولی.
BS/NZ (DPA, AFP)