پاکستان په لومړي وار له اوبتله توغندی آزمويلی
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهد پاکستان د پوځ يوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې فاير شوی راکټ خپل هدف ډير دقيق په نخښه کړې دی. ده زياته کړې ده چې د بابر - ۳ ډوله دا کروز توغندی۴۵۰ کيلومتره واټن وهلی شي او په اټومي سرګلولو سنباليدلای شي.
د پوځ دغه وياند زياته کړې ده چې بابر- ۳ توغندی له ځمکې څخه پر ځمکه ويشتونکی توغندی بابر - ۲ سمندري بڼه ده چې په دسمبر میاشت کې آزمول شوی وو. د دې نوي توغندی د آزمويني په اړه د پوځ ویاند وويل:
«پاکستان دې پرمختګ ته د خپلې دفاعي پاليسۍ د پياوړتيا او اعتبار په برخه کې د يوه مهم ګام په سترګه ګوري.»
پاکستان او ګاونډي يې، هند په ۱۹۹۸م کال کې په اټومي وسلو د ځانونو تر سنبالولو راهيسې وخت نا وخته د توغنديو آزموينې کوي.
تير کال پاکستان د هند له خوا د بالستيک ضد توغنديو پر آزموينو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. د رسنيو د رپوټونو په حواله د هند د بالستيک ضد توغندی د اټومي ميزايلونو د له منځه وړولو وړتيا لري. هند د تير کال په مي میاشت کې دغه توغندی تجربه کړ.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هند پر يوه پوځي اډې تر وسله وال بريد وروسته، چې هند یې پړه پر پاکستان اچوي، د دواړو هيوادونو اړيکې ډيرې ترنګلې شوي دي.
د راکټ پر آزموينه د هند له خوا تر اوسه کوم تبصره نه ده شوې.