پر نورو سربيره د کشمير جنګيالي هم افغانستان ته راوان دي
۱۳۸۷ مرداد ۱۰, پنجشنبهامريکايي ژورناليست ډيويډ مورګن، د رويترز په خبري آژانس کي ليکي د غه جنګيالي چي د هندوستان پرضد جګرو کي ډيره تجريبه لري، د پاکستان د FATA يا هغه قبايلي سيمه څخه چي د پاکستان د حکومت په کنترول کي نه ده په افغانستان کي په بيلابيلو تاکتيکي فعاليتونو کي برخه اخلي. دوی د عربانو، ازبکانو او چيچنيايانو تر څنګ يوه بله ډله ده چي ور سره يو ځای کيږي.
په افغانستان کي د زور زياتيو ډيريدل په تيره بيا د جولای د مياشتي پر7 نېټه په کابل کي د هندوستان پر سفارت باندي په حمله کي چي 41 تنه مړه او 139 نور ټپيان سول پر پاکستان باندي نړيوالو فشار راوستی چي پخپله خاوره کي د زور لارو پرضد ګړندي ګامونه پورته کړي.
خو پوښتنه داده چي،آيا پاکستان نوموړي زور لاري پخپله خاوره کي کنټرولولای سي او دغه ډول د نوموړو زور لارو او د پاکستان د استخباراتي ادارې ترمنځ شکمني اړيکي سته؟
په افغانستان کي د ډيريدونکو پاکستانيانو و فعاليتونوته د امريکا متحده ايالاتو ګوته نيولې، په تيره بيا لوړ پوړو پوځي افسرانو چي د نوم د ښودلو څخه يي ډډه کړې.
مورګن د يوه امريکايي افسر له خولې څخه ليکي چي:« هغه وخت چي په افغانستان کي د بهرنيانو څخه يادونه کو، هدف مو د پاکستانيانو څخه دی.» افسر زياته کړې هغه پاکستاني زورلارو چي د مخه يي په پاکستان کي دننه فعاليتونه کول اوس په افغانستان کي په ډيرېدونکي ډول خپلو بريدونو ته دوام ورکوي. چي دا د اندېښنې وړ يوه موضوع ده.
افسر په افغانستان کي د پاکستاني جنګياليو د شمير د ښودلو څخه ډډه کړې خو دونه يې ويلي دي چي په افغانستان کي د بهرنيو زورلارو شمير و څو سوو تنو ته رسيږي.
د افغانستان په ختيځه سيمه کي د پاکستان و سرحد ته نږدې د تاوتريخوالي ډيريدل د پاکستان او امريکا و اړيکو ته تاوان رسولی او ددې زمينه يي برابره کړې ده چي، د امريکا د دفاع وزارت ژر تر ژره ددې امکانات وسنجوي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونه لا پسي ډير کړي. په روان وخت کي په افغانستان کي 53000 عسکر د ناټو تر قومندې لاندي او پخپله امريکا 34000 تنه عسکر لري چي لدې څخه 15000 يي د ناټو ترقومندې لاندي فعاليت کوي.
د پاکستان لومړي وزير يوسف رضاګيلاني، واشنګټن ته پخپل سفر کي ددې هڅه وکړه چي جمهوررييس بوش ته ډاډ ورکړي چي د اسلام آباد حکومت په سرحدي سیمو کي د اوضاع د آرامۍ لپاره خپله وجيته تر سره کوي. خو چارواکي او څېړونکي وايي چي، د تندلارو سره د پاکستان تړونونه منفي بڼه لري. ځکه د هغوی په وينا دغه تړونونه ددې باعث سول چي د زورلارو د فعاليتونو او هدف ځای افغانستان وګرځي.
د RAND نومي څېړنيزي موسسې د افغانستان کارپوه سيټ جونس وايي:« په عمومي ډول تاسي ويني چي پخپله په پاکستان کي زورزياتی تر يوې اندازې پوري لږ سوی، نو ددې جنګياليويوې برخي و بهرته ځان ځانګړی کړي.»
د پاکستان څخه زور لاري، د افغان او ناټو ځواکونو پرضد فعاليتونه د کابل په جنوب لوېديځه سيمه وردګو کي ډيرکړي دي او خپل پام يې هغي سيمي ته اړولی دی.
او ځيني نور پاکستاني افراطي تګ لاري چي دکونړ په ولايت کي فعاليت کوي داسي ښکاري چي دوی د لښکر طايبه او جيش محمدي عړي وي. دغه دواړه سازمانونه خپل مرکزونه لري او دوی د هندوستان په کشمير کي د زورزياتيو تجريبې لري.
هغه زورلارو چي په کشمير کي يي فعاليت کوی ورسته له هغه چي په 2004 ميلادي کال کي د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د هندوستان سره خبري پيل کړې هغوی افغانستان ته نږدې سيمو کي سره راټول سوي دي.
خو د امريکا د متحده ايالاتو د چارواکو تر ټولو لويه اندېښنه دپاکستان د تحرک طالبان پاکستان د مشر بيت الله محسود ګڼل کيږي. او محسود د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزير بېنظير بوټو په قتل هم تورن ګڼل کيږي.
مورګن د امريکايي چارواکو په استناد ليکي چي محسود، چي د مخه پخپله په پاکستان کي يي ډير فعاليت کوی اوس يو بل ګام هم اخستی چي په افغانستان کي جنګيالي راټولوي او و هغوی ته وسله او لوجستيکي امکانات برابره وي. د دوی په خبره:« هر هغه وخت چي محسود په پاکستان کي مبارزې ته اړتيا و نلري هغه آزاد لاس لري چي خپل فکر افغانستان ته واړوي.»