پنتاګون: د اوکراين شخړه به روسیه ضعيفه کړي
۱۴۰۱ فروردین ۵, جمعهد اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې سرمشریزې ته په وينا کې روسیې ته د رسېدلي زيان او خپل هيواد د ويجاړۍ يوه نقشه وړاندې کړه. نوموړي د اوکراين د ملاتړ له پاره د متحد کيدو له کبله له اروپا څخه مننه وکړه.
خو نوموړي په خپله وينا کې له اروپایي مشرانو څخه دا ګيله هم وکړه چې دوی د روسیې د مخنيوي له پاره ډېر وروسته لاس په کار شول. هغه وويل: «تاسې بندیزونه ولګول. زه یې منندوی يم. دا قوي اقدامات دي خو لږ په ځنډ سره ولګول شول... يو چانس مو درلود.»
نوموړي وويل چې که بنديزونو د احتياطي تدابیرو په توګه له جګړې د مخه لګول شوي ول نو ښايي جګړه هيڅ رامنځته شوې نه وای.
د اوکراین کړکېچ به روسيه ضعيفه کړي
د امريکا په دفاع وزارت يا پنتاګون کې د دفاعي پاليسۍ مرستيال کولن کهل وويل چې پر اوکراین د برید په نتيجه کې به روسيه ضعيفه شي. هغه وويل: «په ډېر پوخ باور سره زه په دې آند يم چې روسيه به د اوکراين د کړکېچ د مخکې وخت په پرتله ډېره ضعيفه شي.»
هغه زياته کړه: «روسیه به په پوځي، اقتصادي، سياسي او جغرافيايي توګه کمزورې شي او د مخکې څخه به هم ډېره منزوي شي.»
د کولن کهل په حواله د دې خبره ډېر امکان شته چې روسیه په اوکراين کې د داسې توپونو او بمونو څخه استفاده ډېره کړي چې رهبري شوي نه وي، ځکه چې د دغه هيواد نخښه ويشتونکې وسلې ختمې شوي دي.
اوکراين: ځيني روسي قطعات پر شا شوي دي
د اوکراين د پوځ مشرتابه له خوا ويل شوي دي چې ځيني روسي پوځي واحدونه د سختو زيانونو تر ليدلو وروسته بیرته د روسیې خاورې ته اوښتي دي. زياته شوې چې دغه واحدونو خپل تر نيمايي ډېر پرسونل له لاسه ورکړی دی.
د اوکراين د ولسمشر يوه لوړپوړي مشاور اولکسې ارستووچ ويلي دي چې د اوکرايني او روسي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه «عملاً کنګل» شوې ده.
د اوکراين د پوځ مشرتابه له خوا ويل شوي چې روسي ځواکونو بيا د خارکيف او سومي ښارونو محاصرې ته دوام ورکړی دی او داسې ښکاري چې د خارکيف پر ازيوم سيمه د يوه تهاجم له پاره چمتووالی نيسي. خو خپلواکو سرچينو دا خبرونه نه دي تائيد کړي.
پولند ته د بايدن سفر
سپينه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جو بايدن به نن د جمعې په ورځ د پولند يوه ښار ته سفر وکړي چې د اوکراين پولې ته څېرمه پروت دی. خو سپينې ماڼۍ تر دې دمه پولند ته د بايدن د سفر په اړه جزيات په ډاګه کړي نه دي.
تر دې دمخه د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن هم د پولند ریززو ښار ته سفر کړی وو.
له اوکراين سره د مالي مرستو د صندوق د رامنځته کولو غوښتنه
د اروپایي ټولنې مشرانو د يوې ګډې اعلامیې په حواله د اوکراين د اقتصاد سره د مرستې په موخه د يووالي د يوه صندوق د رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.
د اروپايي ټولنې ۲۷ غړيو هيوادونو له خوا دا اعلامیه تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د پنجشنبې په ناوخته ماښام جاري کړل شوې. د دې مالي صندوق موخه د اوکراين پر وړاندې د روسیې د جګړې له کبله د رسېدلي زيان په برخه کې د مرستې رسونه ده.
په دې ګډه اعلاميه کې «د روسیې د يرغل تر درېدو وروسته» د اوکراين د مرستې له پاره د نړيوالو بسپنه ورکوونکو د يوې غونډې د رابللو غوښتنه هم شوې ده. پر دې سربیره د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکراين له حکومت سره «د عاجلو اړتيا» په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.
ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters, dpa)