په آلمان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیر تر ۱۰۰ زرو واوښت
۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبهپه آلمان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې هیواد کې اوس هم د دې ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر په نسبي توګه ټیټ دی. د جان هاپکینز پوهنتون ویلي دي چې اوس په آلمان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۱۰۰ زرو اوښتي او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمیر هم تر ۱۵۰۰ لوړ دی.
خو آلمان د رابرت کوخ انستیتوت بیا دغه شمیرې یو څه ټیټې ښيي او وایي چې اوس هم په دې هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۱۰۰ زرو ته نه دی رسیدلی او ۹۵۳۰۰ دی. د آلمان خبري آژانس هم د یکشنبې (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۵مه) تر ماښامه پورې د دې هیواد د فدرال حکومت شمیر ارزولي چې له مخه یې په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۵۹۰۰ تنه دی. د شنبې په ورځ دغه شمیر ۹۱۱۰۰ تنه وو.
دغه شمیرې ښيي چې لږ تر لږه ۱۴۱۵ تنه د کوید-۱۹ ناروغۍ له کبله چې د کرونا ویروس یې رامنځ ته کوي، مړه شوي دي. د یکشنبې ورځې دغه شمیر د شنبې ورځې په پرتله له دې کبله د مړو شویو کسانو په شمیر کې ۹۹ تنه زیاتوالی ښيي.
پر دې سربیره یو شمیر آلمانیان له هیواد څخه بهر هم د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي. په آلمان کې تر ټولو زیاتې پیښې په بایرن ایالت کې رامنځ ته شوي دي چې په کې د اخته کسانو شمیر ۲۴۰۰۰ او د مړو شویو شمیر بیا ۳۸۳ تنو ته رسیږي.
زموږ له آرشیف څخه: