په افغانستان کې بې وزلي او د خوارکي توکو د بیو لوړیدل
۱۴۰۰ بهمن ۲۷, چهارشنبهد پاملرنې نړیوال سازمان «کییر انترنیشنل» د سه شنبې په ورځ د آلمان په بن ښار کې د خپل رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په میلیونو افغانان بې روزګاره شوي او د نورو راتلونکو میاشتو له پاره کومه ذخیره هم نه لري. د دغه سازمان په وینا د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي.
په آلمان کې د دغه سازمان مشر کارل اوتو څینتل ویلي دي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان له کړاو سره د مخامخو کسانو ملاتړ غښتلی کړي.» د هغه په خبره د ښځو او نجونو سره دې مرستې زیاته شي چې له دغه وضعیته تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوي دي.
نوموړې ویلي دي چې د مرستو له پاره اړین استثنایي مقررات باید تائید شي، څو اوسني بندیزونه له دې وروسته د مرستندویه توکو رسول او د بشري مرستو نور ستر پروګرامونه اغیزمن نه کړي. هغه یادونه کړې چې له دغو مرستو سره د خلکو ژوند تړلی دی.
په عین وخت کې د یاد سازمان په وینا په افغانستان کې د اساسي خوراکي توکو بیې په تیرو میاشتو کې دوه برابره لوړې شوي دي او د خلکو ورځنی ژوند یې ډېر سخت کړی دی. زیاته شوې ده چې شپږ میاشتې مخکې د پنځه کیلو کچالو بیه ۱۱۰ افغانۍ وه چې اوس یې به ۲۷۰ افغانیو ته رسیدلې ده. همداشان ډېر خلک اړ شوي دي چې د خپلو کورونو آخري لوازم هم وپلوري، څو د ورځې یو وخت خواړه برابر کړی شي.