په افغانستان کې ۱۱ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي
۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبهد عامې روغتيا وزارت وايي چې پر کرونا ويروس اکثره مبتلا شوي کسان، له ايران څخه راغلي دي. افغان چارواکو ويلي دي چې د يکشنبې له ورځې به ايران ته د خلکو تلل متوقف شي.
ويل شوي چې د کرونا ويروس خپريدا، اوس د افغانستان له لويديځ څخه شمالي سيمو ته هم رسيدلې ده. تازه د افغانستان په درو شمالي ولایتونو کې د کرونا ويروس درې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نن شنبه (د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۴مه)، خبر ورکړ چې په بلخ، سمنګان او کاپيسا ولایتونو کې د کرونا ويروس د څلورو نوو مثبت پيښو په ثبتيدو سره، په افغانستان کې پر دغه ويروس د مبتلا شوو کسانو شمير ۱۱ تنو ته ورسيد.
د ياد وزارت وياند، وحيدالله مایار، دويچه ويله ته وويل چې ۵۲ تنه نور هم مشکوک دي، چې معاينات يې پيل شوي دي. مايار وويل: «تر اوسه د افغانستان په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۸۱ مشکوکې پيښې آزمايښ شوي دي چې په دې ډله کې د لسو پايلې يې مثبتې ختلي دي.»
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغه مبتلا شوي کسان، اکثره يې له ايران څخه راغلي او يا له ايران څخه د راغلو کسانو سره په تماس کې ول.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران تر منځ سرحد خلاص دی او هره ورځ په زرونو افغان مهاجر له ایران څخه د افغانستان خاورې ته داخليږي.
خو د هرات د والي وياند، جیلاني فرهاد، دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې په پام کې ده سر له سبا يکشنبې څخه ايران ته د افغانانو له تلو څخه مخنيوی وشي. د هغه په وينا، خو دا چې آيا د ايران له خوا به هم افغانستان ته د راتلونکو افغان مهاجرو راتلل بند شي او که نه، لا روښانه نه ده. فرهاد وويل: «په سرحد کې تګ راتګ ادامه لري او دا د انديښنې وړ خبره ده. د دې احتمال شته چې د افغانانو پر تګ راتګ باندې لا ډير محدودیتوته ولګول شي او سر له سبا به ايران ته د افغانانو له تلو څخه مخنيوی وشي.»
افغان حکومت، د نوي کال يا نوروز جشن سربيره، ټولې ورزشي سيالۍ لغوه کړي دي. چارواکي وايي چې دغه سيالۍ د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه لغوه شوي دي. په دې اړه د ولسمشر اشرف غني مرستيال، وحيد عمر، پر خپل ټيوټر د نوروز د مراسمو او تر نامعلوم وخت پورې د ټولو ورزشي سياليو د لغوه کيدو څخه خبره کړې ده.
د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې هم ځايي چارواکو د کرونا ويروس د لومړنۍ مثبت پيښې په ثبتيدو سره، د مزار شريف ښار په روضه کې د نوروز مراسمو د لغوه کيدو خبره کړې ده. سربيره پردې، په دغې روضه کې د سخي زيارت چې هره ورځ ورته د افغانستان له مختلفو سیمو ډير خلک ورځي، هم رخصت شوی دی.