په افغانستان کې څرنګه یو کس کار موندلی شي؟
د نړیوال بانک د ۲۰۱۳ کال شمیرې ښيي چې په افغانستان کې ۷،۳ میلیونه کسان چې تر ۱۵ لوړ عمر لري بیکاره دي. په دې انځوریز ربوټ کې یو شمیر هغه مراجع چې د شرایطو لرونکي افغانان یې له لارې کار موندلی شی معرفي شوي.
د اکبر موسسه
د اکبر موسسه پر پاڼه د کارموندې پر پانه ډیری هغه دندې اعلان ته وړاندې شوې دي چې په افغانستان کې فعالې غیرې دولتي موسسې ورته د کارمندانو په لټه کې وي. پر www.acbar.org ډیر وخت سړی داسې دندې موندلی شي چې له شرایطو سره یې برابر وي. [يادونه: دغه انځوريز راپور د کارموندنې د زياتو لارو څخه يو څو ښيي. خو دغه راپور د بشپړتيا ادعا نه لري.]
افغان حکومت
پر غیر دولتي سازمانونو سربیره، افغان حکومت په افغانستان کې تر ټولو لوی کارفرما دی. یوازې په امنیتي ځواکونو کې له ۳۵۰۰۰۰ څخه ډیر کسان پر کار ګومارل شوي دي. پر دې سربیره په وزارتونو، دولتي پروژو، مستقلو ادارېو او دولتي پروژو کې هم په زرهاو کسان په کار اخته دي. د دولتي دوندو په اړه معلومات د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له انترنتي پاڼې تر لاسه کیدای شي.
تشویق
یو له هغو لارو چې افغانان کولای شي په دولت کې کار وموندي د تشویق برنامې طریقه ده. افغان حکومت ژمنه کړې ده چې د دې برنامې له لارې به ۱۰ زره افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
غیر دولتي نړیواله مرستندویه موسسې
د آلمان حکومت د GIZ او نورو مرستندویه سازمانونو له لارې په افغانستان کې د مسلکي زده کړو ملاتړ کوي. په افغانستان کې هر کال ۴۰۰ زره ځوانان د کار بازار ته داخلیږي. له همدې کبله حکومت او نړیواله ټولنه غواړي د مسلکي زده کړو د مرکزونو شمیر لوړ کړي. له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د مسلکي زده کړو د مرکزونو شمیر له ۳۲ څخه ۲۵۰ ته لوړ شوی. پلان ده چې تر ۲۰۱۸ کاله د دغو مرکزونو شمیر ۴۱۲ ته ورسوي.
مسلکي روزنې
د مسلکي روزنو د پروګرامونو تر بشپړولو وروسته، ډیری نړیوالې موسسې په پروګرامونو کې شاملو کسانو ته د کار زمینه برابروي او که یو کس وغواړي خپل شخصي کاروبار پیل کړي نو ورته یو څه پیسې هم ورکول کیږي.
د ښځو د پیاوړتیا پروګرامونه
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو مرستو سازمان یا USAID په ګډون ډیری غیر دولتي سازمانونه د ښځو د پیاوړتیا له پاره کار کوي. د بیلګې په توګه USAID د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ۷۵۰۰۰ افغان میرمنو د پیاوړي کولو له پاره ۲۱۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړل. نورو مرستندویه سازمانونو هم له دې پروګرام سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه وکړه.
مخابراتي شرکتونه
په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه هم یو له لویو کارفرمایانو څخه شمیر کلیږي چې په زرهاو افغانان په کې په بیلابیلو برخو کې په کار بوخت دي. دغه شرکتونه خپل د کار اعلانونو د خپلو پاڼو له لارې کوي.
رسنۍ
په افغانستان کې تر ۵۰ ډیر تلویزیونونه، تر سلو ډیرې راډیوګانې او په سلهاو چاپي رسنې فعاله دي. دغه رسنې ډیر وخت پر خپلو پاڼو د کار اعلانونه خپروي.
ناټو، بهرني سفارتونه
په افغانستان کې اوس هم د ۱۲۰۰۰ په شاوخوا کې بهرني ځواکونه میشت دي. پر دې سربیره ډیری هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او نورې سیاسي نمایندګۍ لري. د ناټو ځواکونه او بهرني سفارتونه هم ډیر وخت پر خپلو باڼو او یا هم د نورو پاڼو له لارې د کار اعلانونه خپروي.
خصوصي سکتور
که څه هم دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته، خو بیا هم خصوصي سکتور په افغانستان کې یو له لویو ګومارونکو څخه ده. په دې برخه کې کارموندنه ډیر وخت د مستقیمې اړیکې له لارې کیدای شي ځکه ډیر وخت د دې سکتور دندې په انترنت کې نه اعلانیږي.
[يادونه: دغه انځوريز راپور د کارموندنې د زياتو لارو څخه يو څو ښيي. خو دغه راپور د بشپړتيا ادعا نه لري.د کار موندلو له پاره بايد تاسو کارفرما ته خپل اسناد وسپارئ تر څو هلته د کار تر لاسه کولو کانديد شئ.]