امريکا: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمير تر يو ميليون واوښت
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبهد کارپوهانو په حواله په امريكا متحده ايالاتو كي د کرونا د پانديمي د پيل راهيسي څه د پاسه يو ميليون انسانان په دې ویروس اخته سوي دي. دغه ارقام په بالتيمور کي د جان هاپکیز پوهنتون ورکړي دي
د جان هاپکیز پوهنتون په حواله په امريكا متحده ايالاتو کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۵۸ زره انسانان د کرونا په نوي ويروس تر اخته کيدو وروسته مړه سوي دي. د نوموړي پوهنتون په خبره په متحده ایالاتو کي د مړو سوو کسانو شمیر د ویتنام د جګړې په ترڅ کي د وژل سویو کسانو تر شمیر هم اوښتی دی. د امریکا متحده ایالاتو د ملي آرشیف په حواله د ویتنام د جګړې پر وخت ۵۸،۲۲۰ تنو امریکایی اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا په داسي حال کي ده چي د سه شنبې ورځې تر ماښام پوري ۵۸،۳۶۵ کسان د کرونا په نوي ویروس تر اخته کیدو وروسته مړه سوي وو.
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پینس، د مینیسوتا ایالت په یوه روغتون کي د ملاقات پر وخت یوازینی کس وو چی ماسک یې نه درلود او دا په داسي حال کي چي دغه کلینیک هم له ناروغانو او هم له پایوازانو څخه غوښتي چي د کرونا د ویرس د پراختیا د مخنیوي له پاره باید له ماسکونو څخه استفاده وکړي. خو پینس له ځان څخه د دفاع له پاره وویل چي د ولسمشر د مرستیال په حیث هغه او له نوموړي سره په تماس کي کسان په منظم ډول د کرونا آزموینې کوي.
روغتیایی چارواکي په کرونا ویروس نه اخته انسانانو ته په عام محضر کي له ټوکر څخه د جوړو سوو ماسکونو د اچولو سپارښتنه کوي.