په برازیل کي د انتخاباتو نهايي مرحله
۱۴۰۱ آبان ۷, شنبهاعلان
په ټلویزون کي دواړو یوبل سره توهین او د درواغو ویلو تورونه ولګول.
د هغوی د بحث د اختلاف نقاط پر اقتصاد، اداري فساد، د امازون پر ځنګلونو، سقط جنین او خارجي سیاست باندي راڅرخیدل. په دغه ټلویزوني دوییل سره په برازیل کي انتخاباتي مبارزه هم پای ته ورسېده. اوس به نو هغوی دواړه سبا یکشنبه د جمهوري ریاست د نهايي انتخاباتو دپاره راووزي او وبه کتل سي، چي برازیلیان کوم یوه ته ډيري رايي ورکوي.