په بنگله دېش کي څپې سواري
په اسلامي هیواد بنگله دیش کي دا یو معمولي کار نه دي چي ځواني ښځي دي د اوبو پر څپو سواري وکړي. ددغه هیواد نجوني ډېر د خپل دود تر اغېز لاندي دي. خو اوس یو بڼسټ غواړي هغوی ته ددغه کار امکانات برابر کړي.
په بنگله دیش کي پر څپو سواري لومړۍ اتلولي
د بنگله دیش په لویدیځ کي د کاکس بازار په نامه کوچنی ساحلی ښار ۱۲۰ کیلومتره اوږد ساحل لري. دغه ځای په بنگله دیش کي پر څپو سواري اتلولۍ له پاره مناسب ځای وو. د ۷۰ تنو گډون کوونکو له ډلې څخه یې لس تنې ښځي وې. دلته تر اتلولۍ وروسته د هغوی یو ډله ایز عکس لیدل کیږي.
د ځوانانو د خوښۍ وړ ورزش
څپې سواري په بنگله دیش کي تر ۲۰۰۳م کاله پوري چا نه پیژندله. وروسته بیا د "Surfing the nation" په نوم یوه امریکایی بڼسټ ددغه هیواد اوسیدونکو ته پر څپو سواري ورزده کړه او په عین حال ک ي یې په نورو ټولنيزو برخو کي هم همکاري کوله. دغه ډول سپورت د دغه ساحل د ځوانو اوسیدونکو د علاقې وړ وگرځید.
چاپیریال ساتني ته پاملرنه
دغه امریکايي بڼسټ غواړي د ورزش تر څنگ د زده کړو په برخه کي هم مرسته وکړي، هغوی کوچنیانو ته د انگلیسي ژبي او چاپیریال ساتني په هکله معلومات ورکوي. د مثال په ډول ځوانانو ته ښودل کیږي چی څنگه خپل چاپیریال پاک وساتي او هغوی د کثافاتو ټولولو ته هڅوي.
ترینر د تمرین ورکولو پر وخت
دلته ترینر صفت رحمن هغو کسانو ته چي غواړي څپې سواري وکړي تمرین ورکوي. هغه وايي چي دا آسانه کار نه وو چي نوی کسان راجذب سي او تر هغه لا سخته خبره داده چی دوی دلته پاته سي. دغه امریکايي بڼسټ هر یوه زده کوونکي ته د میاشتی ۲۹ یورو معادل معاش ورکوي.
یووار چانس
۱۲ کلنه ریپا به پخوا اوبه او چپس پلورل. اوس میاشتني معاش هغې ته روښانه راتلونکې ور په برخه کړه. هغه د ښځو په برخه کي لومړۍ د څپو سواري لوبي اتله سوه. دا ډیره ویاړي چي په دې کار سره به له خپلي کورنۍ سره مرسته وکړي.
د پخوانیو دودونو دستور ماتول
څپې سواري د یوې دندې په توگه؟ ۱۸ کلنه نسیمه اختر د دغه ډول یوه کارغوښتونکې ده. دې د اول وار له پاره دا جرأت پیدا کړ چي د څپو پر سر سکي وکړي. د هغې پلار ددې کار مخالف دی او وايي چي ښحه باید یوازي په کور کي پاته سي. خو نسیمه د هغه دا خبره نه مني او له موج سوارۍ لوبي څخه ډیر خوند اخلي.
ورزشي کلب د یوه لارښود په توگه
ځواني ښځي لکه ریپا او نسیمه په لومړي سر کي د موج سوارۍ د سپورتي کلب له خوا دغه ورزش ته وهڅول سوې. ددغه کلب مشر راشد علم له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل چي موږ دغو ښځو ته یو چانس ورکوو چي پر څپو سيکي ووهي.
بسپنو ته اړتیا
ترینر رحمن وايي چي زموږ د کارونو دوام په بسپنو پوري تړلی دی. هر نوی زده کوونکی چي موږ ته راځي، هغه ته د لومړنیو شیانو د رانیولو له پاره پیسې تر لاسه کوو. له بلي خوا د بې وزلو کورنیو نجوني ډیر ژر واده کولو ته مجبوره کیږي او په دې ډول له دې ځايه وزي. خو ترینر تل په دې هڅه کي وي چي نوي کسان راجذب کړي.
پر ځان باندي متکي ښځي
پر څپو د سکي وهلو د کلب مشر علم وايي «دلته ښځي کولای سي پر څپو سکي ووهي او قطعه بازي وکړي او یا هم ژبي زده کړي. په دې ډول نو دوی د یوه آزاد ژوندانه د حق درلودلو دفاع کوي. علم وايي چي دغه ښځي خپلي پیسې گټي او په دې دول خپله کورنۍ ساتي. زه فکر کوم چي یو وخت به د هغو د کورنیو په فکرونو کي هم بدلون راسي. علم متیقن دی چي بنگله دیش د څپو سوارۍ په برخه کي ډیرو ښځینه ترینرانو ته اړتيا لري.