په تایلند کې د تن او روح د پاکولو عجبه شېوې
په تایلند، سنګاپور او مالیزیا کې میشت چینایان داسي یو جشن لمانځي چې آن پخپله چینایان ورسره ناآشنا دي. د تایلند د پوکت ښار د «سابه خوړلو» په دغه جشن کې جنسي اړیکې، د الکولو څښل او د غوښو خوړل منع دي.
په تایلند، سنګاپور او مالیزیا کې د میشتو چینایانو دغه جشن د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید. دغه چینایان چې له نسلونو راهیسې په دغو هیوادونو کې ژوند کوي، په دې وخت کې د خپلو نفسونو د پاکولو له پاره د غوښو له خوړلو، الکول څښلو او جنسي اړیکو څخه ډډه کوي.
له دې کبله چې په دې جشن کې اوږه، هګۍ او لبنیات هم نه خوړل کیږي. د دې جشن نوم په اشتباه سره د «گیاه خوړلو جشن» په توګه ترجمه شوی دی.
د جشن پر مهال هغه رستورانونه چې د دودونو له مخې ډوډۍ پخوي په ژړو ټوټو سینګار شوي وي.
که څه هم دغه جشن په تائویزم کې رښې لري خو پخپله چین کې د دغه جشن یوازي نهمه ورځ د خلکو له پاره آشنا ده.
د جشن لمانځونکي د دې له پاره چې وښيي درد نه احساسوي تر خپل بدن تیز توکي پوري وري باسي.
د جشن لمانځونکي د چړو تر څنګ نور شیان هم په خپل بدن ننباسي.
دغه کس د توپک لولې په خپلو شونډو کې دننه کړي دي.
په دې جشن کې یوازې نارینه ګډون نه کوي، بلکي ښځي هم هغه لمانځي.
ماشومان هم د دې جشن د گډونوالو په ډله کې شامل وي.
د تایلند د پوکت ښار اوسیدونکي وایي چې دغه جشن د نولسمي سلیزې له نیمایي راهیسې په دې سیمه کې لمانځل کیږي.
د پاکت ښار چینايان وایي چې په ۱۸۲۵م کال کې د چینایي لوبغاړو یوه ډله دې سیمې ته راغله او د خپلو خوراکي توکو له بدلولو سره یې وکولای شول چې د طاغون له ناروغۍ شفا ومومي. تر همدې پیښې وروسته په دې سیمه کې دغه چشن لمانخل کیږي.
تر اور اوښتل هم د دې جشن یوه برخه ده.
د هغو کسانو له پاره چې پخپل بدن تېره شیان ننباسي، سيل کوونکي ورته دعا کوي.
د دغو کسانو په باور د جنت دروازې یوازې د هغو کسانو پر مخ پرانیستل کیږي چې روح او روان یې پاک وي.
هر کال په زرونو کسان د دې جشن د لیدو له پاره د تایلند پوکت ښار ته سفر کوي.