په جاپان کې له يوه روغتونه ۶۰۰۰ ماسکونه غلا شوي
۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ د رسېدلو معلوماتو په حواله د يو شمیر نورو هېوادونو په څېر په جاپان کې هم د کرونا ويروس څخه د ساتنې په موخه کاريدونکي د خولې او پزې ماسکونه ډېر کميابه شوي دي.
د جاپان په ختیځ ساحلي ښار کوبې کې د هېواد د سره صليب په يوه روغتون کې د غلا پر وخت نامعلومو کسانو په څلورو قوطيو کې بند شپږ زره ماسکونه غلا کړي دي. د جاپان د سره صليب کميټې او د کوبې ښار پوليسو د دې پېښې د تائيدولو پر وخت وويل چې په جاپان کې دمگړۍ نه يوازې دغه ډول ماسکونه ډېر کم شوي دي بلکې د انترنت له لارې یې د تقاضا د ډېریدو له وجې بیې هم ډېرې لوړې شوي دي.
د پېښې وروسته د کوبې د دې روغتون يوه کارکوونکي وويل: «دا ډېره د تاسف خبره ده او د غلا يوه داسې پېښه ده چې بايد ډېره وغندله شي. خو ښه خبره داده چې موږ په خپل گدام کې ډېر زيات دغه ډول ماسکونه لرو او د مریضانو جراحي عمليات به په نورمال ډول دوام ولري.»
په جاپان کې تر اوسه د کرونا ويروس ډېر مريضان تشخيص شوي دي او جاپان هغه يو هېواد دی چې تر چين وروسته د کرونا ويروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. دغه وژونکی ويروس د چين د هوبي ایالت له ووهان ښار څخه خپور شوی دی.
په جاپان کې د جراحۍ ماسکونه ډېر کميابه دي او دومره گران شوي دي چې د پير او پلور د يوه عمومي اپليکشن تنظيمونکو دوی سره ثبت شويو خلکو ته مشوره ورکړې چې پر يو بل دغه ډول ماسکونه لږ تر لږه «په مناسبو قيمتونو» خرڅ او راونيسي.
د «ميرکاري» په نامه ايپ خپلو مشتريانو ته دغه مشوره د مجبورۍ له مخې په دې وجه ورکړې چې يو وخت د آنلايني تجارت پر دغه پاڼه د دغه ډول ماسکونو يوه قوطۍ چې ۶۵ ماسکونه پکې ول، په ۵۰ زره ين چې کابو ۴۵۶ امريکايي ډالر کيږي، پلورل کیدله.
bs/qn (AP)
زموږ له آرشيف څخه: