1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي قطب کي د نړۍ تر ټولو ستر د يخي غر حرکت کړی

۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د ساینس پوهانو نوې ارزونې ښيي چي د A23a په نوم د نړۍ تر ټولو ستر د یخي غر په جنوبي قطب کي له خپل اصلي ځای څخه له لسیزو جلاوالي وروسته، اوس د شمال خواته پر حرکت دی.

https://p.dw.com/p/4oFgA
په نوم د کنگل غر  A23a انتراکتیکا: د
په جنوبي قطب کي د نړۍ تر ټولو ستر د يخي غر حرکت کړیانځور: Andrew Meijers/AP Photo/picture alliance

د نړۍ تر ټولو ستر د کنگل غر، د لسیزو کلونو جلاوالي وروسته، اوس د شمال خواته حرکت کوي. د قطبي پلټنو مؤسسه British Antarctic Survey ددغه خبر په اعلانولو سره زیاته کړې دي چي د a23A په نوم د نړۍ تر ټولو ستر د یخي غر په ۱۹۸۶م کال کي په جنوبي قطب  کي د انترکتیکا د کنگل د فیلشنرـ رونه د یخي له قشر څخه جلا سوی، خو له لسیزو راهیسي د سمندر په تل کي بند پاته ؤ. 

د کنگل دغه غر په ۲۰۰۰م کال کي د سمندر له تل څخه تر آزادیدو وروسته، د اوقیانوس د اوبو په څپو کي راگیر سو، خو اوس لکه څنگه چي د ستلایت په انځورونو کي لیدل کیږي، د کنگل نوموړی غر له دغه حالت څخه خلاص سوی دی.

Antarktis Der größte Eisberg der Welt
د اوبو څپو او د هوا سختو شرایطو په غره کی ستر قوسونه او سوريو ته ورته خالیگاوي تراشلي دي.انځور: NASA/ZUMA Press Wire/ZUMAPRESS/picture alliance

د ساینس پوهانو په حواله د کنگل دغه غر شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره مربع چي د د جرمني د پلازمېني برلین تقریباً ۴،۵ برابره دی، مساحت لري. د Eyos Expeditions په نوم د بیړیو د شرکت له خوا خپاره سوو انځورونو له مخې، د اوبو څپو او د هوا سختو شرایطو د دغه غره د سرگردانۍ پر وخت په هغه کي ستر قوسونه او سوريو ته ورته خالیگاوي تراشلي دي.

تمه کیږي چي د a23A یخي غر; د جنوبي جورجیا د ټاپو پر لور حرکت وکړي. ساینس پوهانو همدارنگه اعلان کړی دی چي د یخي دغه غر به، تودو اوبو ته له رسیدو سره سم، کوچنۍ ټوټې او بلاخره ویلي سي.

ساینس پوهان لیواله دي تر څو پوه سي چي آیا د کنگل دغه غر به هم هغه لار ووهي، لکه څنگه چي د کنگل نورو جلا سوو لویو غرونو وهلې ده او که څنگه. او تر ټولو دمخه دا هڅه کوي چي په دې اړه پلټنې وکړي چي پر سیمه ایز ایکوسیستم باندي به د دغې پیښې اغیز څه ډول وي.

د پلټونکو د وینا له مخې اټکل کیږي چي د کنگل دغه غر به چي په ځینو برخو کي تر ۴۰۰ متره پوري ضخامت لري، یو تریلیون خوږې اوبه ولري.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.