فرید الله ظاهر، خوست۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعهپه خوست کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د کارغانو او یو شمیر نورو الوتونکو مارغانو ناڅاپي مړینې د خلکو ترمنځ اندیښنې راپورته کړې، چې د افغانستان د کرنې وزارت یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. په دې ترڅ کې دغه وزارت اعلان وکړ، چې په لابراتوار کې د مړو شویو مرغانو تر ارزونې وروسته تشخیص شوې ده، چې په دغه ولایت کې د مرغانو والګی خپور شوی.