په راتلونکي کې به د انسانانو خواړه څنګه وي؟
نړیوالې ننګونې څنګه پر انساني خوړو اغیز کولای شي؟ د آلمان د روغتیا موزیم د «فیوچر فوډ» یا د راتلونکي خواړه: تر عنوان لاندې د لرغوني وخت او راتلونکي وختونو د خوړو د مختلفو اړخونو ځانګړنې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د آزادۍ له پاره له شکرو سره بائیکاټ
ویل کیږي چې په ۱۷۹۱م کال کې د شکرو د نه خوړلو اعتصاب د مصرفونکو له خوا د تاریخ لومړنی بائیکاټ وو. په هغه وخت کې شکر د انګریزانو د غلاماتو د تجارت نښه ګڼل کیدله. کارټونست آیزک کروکشانک هغه چارواکي ریشخند کړي وو، چې ځانونه یي د آزادۍ مبارزين بلل، خو د هغو خوږ چای د ځينو له پاره د ماتم سبب ګرځیده.
یو غیر صحي دود
په ۱۹۲۰ م کال کې یوازې له سبزیجاتو څخه استفاده کونکي اینګل هارټ د آلمان په نیوګني کې د ناریل یا کوپرې نهالګي ؤکرل. دا چې د کوپرې ونه ډيره لوړیږي او د لمر پر لور حرکت کوي، نو له دې امله یي باور درلود چې دا بوټې ډير ګټور دی. انګل هارټ د لمر د عبادت کونکو د یوې داسې فرقې بنسټ کیښود چې یوازې یي د کوپره لرونکو غذایي موادو څخه استفاده کوله. د هغه اکثره پیروانان ډیر ژر مړه شول.
د سویا یا زویا ساسج جوړیدل
دا چې یوازې له سبزيجاتو څخه د استفاده کونکو شمیر مخ پر ډیریدو دی، نو د غوښې صنعت هم ورته متبادلې غذاګانې پيدا کوي. خو دا کومه نوې خبره نه ده. د لوموړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د هغه وخت د خوړو رسونې مشر او وروسته بیا د آلمان لومړي چانسلر یا صدراعظم کونراد آدیناور له پروتینو څخه غني خوړو ته د خلکو د لاسرسي په خاطر د سویا یا زویا نبات څخه ترلاسه شوی ساسج رامنځته کړ.
ټاور ګرين هاوس: د راتلونکي له پاره پلان
یو اتریشي انجینر اوتهمار روتهنر په ۱۹۶۴ م کال کې د ویان انټرنیشل ګارډن په نمایش کې خپل «ټاور ګرین هاوس» نندارې ته وړاندې کړ. نوموړي ثابته کړه نچې په ۴۱ متره لوړ شیشه یي ودانۍ کې هم ګلان او سبزیجات کرل کیدای شي. په دې کې اوبو او سرې یا کود رسونې سیستم په بشپړ ډول اوتومات وو. په اوس وخت کې د روتهنر دې تخنیک ته «عمودي کرنه» ویل کیږي.
د چرګانو د ارزان بیه غوښې د وارداتو مخالف
د کله راهیسې نه چې اروپا او امریکا په ټیټه بیه افریقایي هیوادونو ته د غوښتې صادرات پیل کړي دي، د چرګانو سیمه ایز فارمونه یي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوانه کړي دي. سیمه ایز فارمونه په افریقا کې یوازې ۵ سلنه غوښه خرڅولی شي. دغه کمپاین خلک هڅوي چې له سیمه ایزو غوښو او چرګانو څخه استفاده وکړي.
د نړۍ تر ټولو شفاف د چرګ غوښه
اوس په مستهلکینو کې د ډیر پر ځای، د ښه کیفیت لرونکي غوښې ته لیوالتیا ډیره شوې ده. معمولاً د غوښې پر قطیو د حیواناتو په اړه معلومات لیکل شوي وي. «بلاک برډ» کمپنۍ د ذبح شوي چرګ په اړه ټول تفصیل لیکلی وي.
د اوبو د پاسه د غویانو فارم
په ښاري سیمو کې فصلونه او څاروي لږ لیدل کیږي. هالنډ هیواد دې ته یوه متبادله حل لاره موندلې ده. پورته انځور په روتردام بندري ښار کې د اوبو د پاسه د لامبو وهونکي فارم دی. د شیدو یا لبنیانو دې فارم نه یوازې ځمکه سپمولې ده، بلکې مستهلکینو ته د شیدو انتقال یي هم یو څه اسانه کړی دی.
د شپږو پښو لرونکو (حشراتو) خوراک
په اروپایي اتحادیه کې له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د یو شمیر حشراتو خوړلو ته اجازه ورکول شوې ده. د بیلګې په توګه له «چینچارو» څخه (په شکل کې لیدل کیږي)، چې د پروټینو غني منبع ګڼل کیږي په ډیره پيمانه د وچ، مالګين او پوډر په شکل استفاده کیږي.
خوندور او په زړه پورې ناشتا
عکاس مائیکل زی له ۲۰۱۳م کال راهیسې په خپل انستاګرام کې د خپل ځان او ملګري له پاره د تیار کړي سبناري یا ناشتا انځورونه خپروي. هر ځل هغه په ترتیب سره متوازن خواړه وړاندې کوي. مائیکل زی په دې شکل په ورځني ژوند کې د رشتو یا خپلوۍ په پاللو کې د پټ شوي ښکلاء او متنوع کلتور جشن لمانځي.
داسې لوښي چې د خوړو خوند دوچنده کوي
د سویلي کوریا ډیزاینر جنهیان جیون، د خوړو خوند د معلولو حس د زیاتولو له پاره مختلف ډوله قاشوغې جوړوي. د خوند یا ذائقې د څکلو تجربې د ځانګړتیا له پاره هغه قاشوغې ته مختلف د حرارت درجه، رنګ، جوړښت او سایز یا اندازه ټاکي.
خواړه د ژوند یو سټایل دی
آیا په راتلونکي کې به دا ممکن وي چې خلک د مختلف ډوله خوندورو خوړو میز شاوخوا ته کښیني او له دې شیبې خوند واخلي؟ په دې اړه د آلمان په درسدن ښار کې د روغتیا موزیم له خوا یو نمایش جریان لري. دغه نندارتون به د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ تر ۲۱ نیټې پورې جریان ولري.