په زړه پورې هنر: د سورياليزم ځواکمنې ښځې
د ماشومانو پالونکي، يا خيالي خلک ـ دغه هنرمندان ډير يې سوریالیستان وو. هغوی د کليشه يې نقش څخه ووتل او مستقل اثار يې خلق کړل. په دغه عسکونو کې ننداره کولې شئ.
فريده کاهلو (1907-1954)
مکسيکوي انځورګره په ۱۹۳۹م کال کې د لومړی ځل له پاره پاریس ته راځي. د سورياليزم تيوريسن اندري بيرتون ورسره يو کال ترمخه په مکسیکو لیدلې ول او د دې هنري آثارو نندارتون وعده يې ورسره کړې وه. خو کله چې فريداکالو هلته ويني پوهيږې، چې د فرانسوي سوريالیستو نارينه و سره چې ښخو ته د کارې څيز په توګه گوري کار نه شی کولې.
د سورياليزم پلوې
د فرانسوي سوریالیستانو ډلې ستر ملاتړې اندری بیرتون دې. برتون په ۱۹۲۴م کال کې لومړی ادبي او فلسفي (سورياليزم) رامنځ ته کړ، چې هنر، جنسيتي اړيکو او واقعيتونو ته پکښې نوی کتنه وشوه.
د توین زيرمتون
سوریالیستان د زيګموند فرويد له روانپيژندنې څخه نوي ځواک په ناپيژندل شوي توګه تعقيبوي.
لئونورا کارینګتون او خوزه هورنا ګراند دامه
ان د نوې ځوانۍ پر مهال برتانوي لیونورا کارينګتون غصه ناکه او ضدې وه. هغې د لندن په اکاديمې کې په هنرې زده کړو سره انځورګرۍ او د مجسمه جوړوني هنر زده کړ. له ډيري مودې يې د هنر ستاينه کيږې. په ۱۹۳۷م کې پاريس ته ولاړه او د سورياليزم له ډلې سره يو ځای شوه. له پيکاسو، دالي او جوآن سره يې بلدتيا هنري هستونو ته ځواکمن الهام ورکړ.
ايلين آګار
آيلين آګار په بوينوس کې وزيږيده او په لندن کي لويه شوه. هغې د خپلو شتمنو مور او پلار په غوښتنه ښکلې هنرونه زده کړه. په ۱۹۲۸م کې پاریس ته ولاړه او هلته يې له اندره برتون او پاول ایلارد سره ولیدل او تودې اړيکې يې ورسره پيدا شوې. خپل لومړنې نندارتون يې په لندن کې پرانیست.
دوروته
د دوروته په څير انځورګرانې د نارينه نقاششانو په هکله پر ځان باوري او هغوی ته د طنز په سترګه ګوري. سالوادور دالي، ماکس ارنس او پابلو پيکاسو ښځو ته د مدل په سترګه يا يې موزيمو ته الهام بښونکي ګڼي. برنزه يې په خپل سبک سره ځواب وايې.
لیونور فینې، د ځان انځورګره
د پاریس سوریاليستانو په کړۍ کې هنرمندان ډير ژر مهم نقش لوبوي. دوی په ښځينه انځور کې د ځان انځورولو، له هنر څخه ډير خوند اخلي. د دغو ښي وړتيا لرونکو ښځو نومونه لکه لئونور فيني دلته په هنري تاريخ کي څرګنديږې.
لويس جورجويس
فرانسوئ لويس جورجويس (۱۹۱۱ـ۲۰۱۰) ناوخته و خپلې هنري وړتيا ته پام شو. په ۱۹۳۲م کال کې هغې د پاریس په سوربون کي د رياضياتو تحصيل پيل کړ، ورسره يې له خپل پلار سره د ميناتورۍ په دستګاه کې کار کاوه. په هدغه ستديو کې يې له انځورګرانو او مجسمه جوړونکو او هم د اندري بيرتون له سوریالي کړيو سره يې وپيژندل.
(کاي ساګه،سبا به هيڅکله نه وي
هنرمنداني چې د پاريس د سوریالیست په خوا کي يوځای شوي، ډير ژر د نارينه له ناانډوله حالت څخه جلا شوې. کاي ساګه چې د يو امريکاي سناتور له شتمني کورنۍ څخه وه، په روم کي يې د انځورګرۍ تحصيل وکړ. په ۱۹۳۶م کال کي يې له بیرتون او ایتانګي سره ملاقات وکړل. اوس د آلمان د فرانکفورت ښار په شیرن تالار کي د ۲۴ هنرمنانو هنري اثار ننداري ته وړاندي شوي دي.