په سنجار ښار کي د داعش مخفي تونلونه
کردي «پيشمرگه» ملېشې د عراق په سنجار ښار کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» مخفي تونلونه کشف کړي دي. دغه تونلونه د برېښنا په سيستم او د خوب په خونو هم مجهز دي.
دا د عراق په سنجار ښار کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» کشف سوي تونلونه دي.
سنجار ښار د روان کال د نوامبر مياشتي په مينځ کي کردي ملېشو د «اسلامي دولت» ډلي له جنگياليو څخه ونيو.
سنجار ښار د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په کنترول کي وو.
له اسلامي دولت ډلي څخه د سنجار ښار تر نيولو وروسته يوه تونل ته د ننوتلو لار.
په سنجار ښار کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» تونلونه.
په دغو تونلونو کي برېښنا او د خوب خوني هم وې.
د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي پر سنجار ښار باندي د يرغل پرمهال په زرونو ايزديان غرونو ته وتښتېدل. ښار ټول تروريستي ډلي «اسلامي دولت» ونيو.
په دغه وخت کي د ايزديانو په زرونو نارينه د تروريستانو لاس ته ورغلل ووژل سول او په زرونو ښځي او کوچنيان ئې وتښتول.
يوه محلي چارواکي ويلي دي، احتمال سته چي «اسلامي دولت» ډلي به يوازي ځواني ښځي ساتلي وي او نور ټول به ئې اعدام کړي وي. دغي ډلي له ايزدۍ ښځو د مينځو کار اخيست او هغوی به ئې بيا پلورلې.
په سنجار ښار کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» تونلونه.