په عربستان کي ښځو ته د موټر چلولو زده کړي
سعودي عربستان په نړۍ کي يوازنی هيواد وو چي ښځو ته پکښې د موټروانۍ اجازه نه وه. خو له يکشنبې ورځي راهيسي دغه قانون لغوه سو. له مياشتو راهيسي ښځو د موټر چلولو زده کړي پيل کړې وې او دغي ورځي ته ئې تياری نيوی.
سميرا ال قامدي چي روانشناسه ده، د يکشنبې په ورځ په لومړ وار په خپله موټر وچلاوه او دفتر ته پکښې ولاړه. عربستان يوازنی هيواد وو چي ښځو پکښې د موټر چلولو اجازه نه لرله. خو اوس دغه قانون لغوه سو.
د جون مياشتي ۲۴ نېټه د سعودي عربستان له پاره يوه تاريخي ورځ سوه. العربيه خبري شبکې چي د دغه هيواد په حکومت پوري تړلې ده د دغو خوشاليو انځورونه په ژوندۍ بڼه خپروله. ښځو د شپې پر ۱۲ بجې په موټر چلولو پيل وکړ.
تيرکال د سعودي عربستان وليعهد په دغه هيواد کي اصلاحات پيل کړل چي يوه برخه ئې ښځو ته د موټر چلولو اجازه او په کنسرتونو او سينماگانو کي د هغوی حضور وو.
په دې انځور کي اميره عبدالقادر ښکاري چي د موټر چلولو تمرين کوي.
اميره عبدالقادر هم له هغه چانسه گټه واخيسته چي خپلي کمپنې يې ورته د موټر د لايسنس په برخه کي ورته برابره کړی دی.
آرامکو کمپنۍ ۶۶۰ زره کارکوونکي لري چي په سلو کي پنځه سلنه ئې ښځي دي. اوس د دغي کمپنۍ ډيري ښځي د لايسنس اخيستلو په تلاښ کي دي.
اميره عبدالقادر وايي: «د موټر لايسنس زما ژوند دی. موږ موټر ته اړتيا لرو، موږ کار کوو، موږ ميندي يوو او اولادونه لرو، موږ ټولنيزي اړيکي لرو او بايد دباندي ووځو، ځکه نو موږ بايد موټر وچلوو.»
د سعودي عربستان ښځي د موټر چلولو د زده کړي دوې برخي لري. يوه ئې عملي او بله ئې تيوري برخه ده.
دوی ته فني زده کړي هم ورکول کيږي.
په تيرو کلونو کي که به د سعودي عربستان پوليسو يوه ښځه د موټر چلولو پرمهال ليدلې وای د موقت وخت له پاره به توقف کېده. خو اوس له يکشنبې ورځي راهیسي نور دغه قانون لغوه سو.
د سعودي د اطلاعاتو وزارت په جون مياشت کي اعلان وکړ چي په تيرو څو اوونیو کي په زرونو ښځو د موټر چلولو لايسنسونه اخيستي دي.
اميره عبدالقادر اوس لايسنس اخيستی دی.
حنان سکندر د زده کړي پرمهال.