په غزه کي قیامت دی
په غزې تړاډه کي د حماس د جنگیالانو پر ضد د اسرائیلي پوځ د عملیاتو په ترڅ کي له تیرو دوو اونیو راهیسي د ډیر ماشومانو او ښځو ترڅنگ په سونو فلسطینیان وژل شوي دي.
د خپلي کورنۍ او دوستان پر مرگ ویر
د غزې تړاډي په جنوبي سیمه رفاه کي د اسرائیلي يرغلونو په ترڅ کي د وژل شویو کسانو خپلوان او دوستان د خپلو عزیزانو پر مرگ ژاړي. د اسرائیلي ټانکونو پر مرمیو سربیره د دغه هیواد د هوايي ځواک له خوا هم د حماس پر مرکزونو بمبار روان دی.
د غزې د اوسیدونکو بې وسي او ناتواني
د غزې ټول نظام د پرله پسي يرغلونو له امله کډوډ شوی دی. د غزې په ۷۰ سلنه برخه کي بریښنا نشته او د پاکو اوبو د نشتوالي له امله وضعیت ورځ تر بلي خرابیږي. د غزې بې وسه خلکو ته یوازي دا چي د خپلو عزیزانو پر مرگ ویر وکړي بله هیڅ لاره پاته نه ده.
په خپل هیواد کي در په دره
د اسرائیلي بریدونو له امله د غزې په شمال کي ډير خلک د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ شوي دي. ډیرو ښځو او ماشومانو د ملگرو ملتونو له خوا جوړ شویو مرکزونو او یا هم ښوونځیو ته پناه وړې ده.
په معصومو سترگو کې له ورایه د بيري نخښي لیدل کیږي
یو فلسطینی کوچنی چې د خپل کور یو څه پاته شوی سامان ورسره دی، د یوې داسي ودانۍ تر څنگ تیريږي چې د پولیسو په خبره د اسرائیلو د هوايي يرغلونو په نتیجه کې ویجاړ شوی دی.
اور زېږوونکي اسرائیلي ټانکونه
له غزې تراډي سره نژدې د اسرائیلو له سرحد څخه د توپونو ۱۵۵ ملي متري مرمۍ په غزه کې د حماس جنگیالانو پر مرکزونو باندي توغول کیږي. اسرائیل وايي چي دوی د دې ترمخه لا فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی وو چي د غزې له شمالي برخو څخه ووځي، په داسې حال کي چي فلسطینیان بیا وايي چي د غزې هیڅ یوه سیمه له اسرائيلي يرغلونو څخه خوندي پاته نه ده.
تر ځمکې لاندي تونلونو د ويجارولو عمليات
اسرائیلي ټانکونه د غزې په شمالي برخه کي مصروف ښکاري. په غزه کي د ځمکنیو بریدونو په پيلیدو سره اسرائیل وايي چي دوی غواړي یوازي هغه تونلونه په نخښه کړي چې د حماس جنگیالي پکښې پټیږي او له دې لاري ځانونه د اسرائیلو خاوري ته رسوي.
«له چا څخه د انصاف تمه کیږي»
یوه فلسطینۍ د خپل یو عزیز د ویجاړ شوي کور تر څنگ ناسته ده او ویر کوي. پولیس وايي چې د خان یونس د کډوالو کمپ ته نژدې دغه کور اسرائیلي توغندیو ویجاړ کړی دی.
د خپل کور د اسبابو لټون
یو فلسطینې کارپوه د خپل ویجاړ شوې کور له خاورو څخه د یوې کوربچې د را ايستلو هڅه کوي. دا کور د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې موقعیت لري. د دوو اونیو راهیسې د اسرائیلو په برید کې د کمښت هیڅ څرک نه لیدل کیږي.
د پناه په لټه کي
د غزې په ختیځ کي د«شجائیه»سیمي اوسیدونکو له پاره د یکشنې ورځ(د جولای ۲۰) ډیره خونړۍ ورځ وه. په دغه ورځ د اسرائیلو له خوا تر ډیرو سختو بریدونو وروسته پر سړکونو هر لور ته د مړو جسدونه پراته ول. د سختو فيرونو له امله امبولانسونو هم نه وشوای کولای چې د خلکو مرستي ته ور ورسيږي.
د یجاړیو په منځ کي
د دوو اونیو پرله پسې عملیاتو په ترڅ کې د غزې تراډې ډیري سیمي په کڼوالو بندلي شوي دي. د دغو بریدونو په ترڅ کې تر ټولو ډیر مالي او ځاني زیان عام خلکو ته اووښتی دی.