په فيسبوک کې تر ټولو مشهوري سیاسې څیرې
که چیري فيسبوک یو هیواد وای، نو د میاشتي به د ۲،۲ میلیارده متحرکه کاروونکو په لرلرو سره د نفوس د شمیر له پلوه تر چين وړاندي وای. په فيسبوک کې تر ټولو ډیري خوښ شوي سیاسي مشران څوک دي؟
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي تر ټولو مخکښ
د ۱۷۵ هیوادونو د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو او سیاسي څیرو په ډله کې د هندوستان د لومړي وزیر د فيسبوک پاڼي پلویان د شمیر له پلوه په لومړي مقام کې دي. د مودي یو پوست شوي انځور ۱،۱ میلیونه لایکونه اخیستي دي.
ولسمشر ترمپ تر مودي وروسته
ولسمشر ترمپ به ښايی له دې خوښ نه وي چې په فيسبوک کې مودي ترې مخکي دی، خو ترمپ د مودي په پرتله انترکشن یا له خلکو سره دوه برابره ډیره اړیکه لري او په دې کار کې تر مودي بیا مخکې دی. له خپلې کورنۍ سره د ترمپ له یوه اخیستل شوي انځور څخه په فيسبوک کې ډیر هرکلی شوی.
د اردن ملکه رانیا، اوسمهال په عربي نړۍ کې د فسبوک ملکه هم ده
په تیر یوه کال کې په فيسبوک کې د اردن د ملکې رانیا د خوښوونکو شمیر شاوخوا ۵۶ فیصده زیات شوی دی. د شاوخوا ۱۷ میلیونه مینه والو په لرلو سره هغه په عربي نړۍ کې په لومړي مقام کې ده. د هغه مینه وال نه یوازې اردنیان، بلکي د ډيرو عربي هیوادونو خلک هم له هغې سره ډیره مینه لري. په اردون کې د فيسبوک د ټولو کاروونکو شمیر ۵،۳ سلنه دی.
د کمبودیا لومړی وزیر هون سن هم تر چا کم نه دی
د کمبودیا د لومړي وزیر هون سن «په انځور کې ښي لور ته» د فسبوک پاڼه د تیر یوه کال په ترڅ کې شاوخوا ۵۰ فیصده ډیر مینه وال پیدا کړي او اوس یې د مینه والو شمیر ۹،۶ سلنه ته لوړی شوی دی. د نړیوالي سیاسي څیرو په ډله کې هغه پنځم مقام لري خو جالبه خبره دا ده چې اوسمهال په کمبودیا کې د فسبوک د ټولو کاروونکو شمیر د ۷،۱ میلیونو کسانو په اشوخوا کې دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا په اروپا کې لومړی مقام لري
که څه هم ترکیه تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې غړی هیواد نه دی خو بیا هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فيسبوک په نړۍ کې ۸،۹ میلیونه مینه وال لري چې د اروپايي هیوادونو په ډله کې تر ټولو مخکښ دی. له هغه وروسته د بریتانیا ملکه بیا په دوهم مقام کې ده چې د فسبوک پاڼه یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه کسانو خوښه کړې ده.
میرکل او ماکرون چیرته دي؟
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون بیا د فسبوک په نړۍ کې ډیرې وتلې څیرې نه دي. د میرکل د فسبوک پاڼه شاوخوا ۲،۵ میلیونه مینه وال او د فرانسې د ولسمشر ماکرون پاڼه بیا ۲،۱ میلیونه. خو پر دې سربیره بیا هم د اقلیم په تړاو د پاریس له تړون څخه د ترمپ د وتلو د پریکړې په ځواب کې د ماکرون خپرې شوې ویډیو بیا تر ترمپ او مودي څخه هم ډیر مخکښه وه.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو
د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو د فسبوک پاڼه شاوخوا ۸،۱ میلیونه مینوال لري. د هغه په پرتله د ګاونډي هیواد مالیزیا د لومړي وزیر نجیب رزاق بیا یوازې ۳،۳ میلیونه مینه وال لري.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي
په عربي هیوادونو کې د اردن تر ملکې وروسته د مصر ولسمشر السیسي بیا دوهم مقام لري او د فسبوک پاڼه یې ۷،۲ میلیونه مینوال لري.
د جستن ترودو مینه وال کم دي خو د ډیرو خلکو زړونه یې ګټلي
د کاناډا د لومړي وزیر جستن ترودو فیسبوک پاڼه ۵،۸ میلیونه مینوال لري. خو د تیرې روژې پرمهال د کاناډا د مسلمانانو له پاره د روژې په هکله د هغه یوه پیغام شاوخوا ۱۱ نیم میلیونه کسانو ولید او نږدې یو میلیون کسانو هغه لایک، شیر او یا هم ورباندې تبصره ولیکله.
د نیوزیلاند لومړۍ وزیره هم ډیر مینوال لري
د نیوزیلاند لومړی وزیره جاسیندا آردرن په ځانګړې توګه د خپل فيسبوک پاني په چلولو کې ډیره فعاله ده او ډیر وخت د فسبوک لایف له لارې له خپلو خلکو سره په اړیکه کې وي. د هغې پر ویډیوګانو باندې د لایک پر ځای د زړونو ډیر سمبولونه لیدل کیږي.