په ماشومانو کې د مخ پر ډیریدونکي چاقۍ ټکان ورکونکی بهیر
په اوس وخت کې د چاقو او هغو ماشومانو چې اضافي وزن لري شمیر د ۴۰ کاله مخکې په پرتله ۱۰ برابره زیات شوی دی. د دې کار علت او ورسره د مقابلې لاره یې څه ده؟
په ځانګړي توګه په آسیا او افریقا کې پر چاقۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ په هغو هیوادونو کې چې وګړي یي کم یا متوسط عاید درلودونکي دي د چاقو ماشونو شمیر په کې په شدت سره مخ پر ډیریدو دی. د دغو ماشومانو ۴۸ سلنه په آسیا او ۲۵ سلنه نور یي په افریقایي هیوادونو کې ژوند کوي.
په کوم وخت کې ویلی شو یو ماشوم اضافه وزن لري؟
د بدن د چاقوالي له شاخص څخه په اسفتادې سره کېدای شي د اضافه وزن تشخيص وشي. د دې شاخص د فرمول له مخې د سړي وزن (په کيلوګرام کې) د ونې يا قد د اندازې (ونه په متر کې اندازه کيږي) د دوو په توان تقسيميږي.
د چاقۍ علت: نامناسبه خواړه
د علمي څیړنو له مخې په هغو ماشومانو کې چې د پوډري شیدو پر ځای د مور له شیدو څخه استفاده کوي ډیر کم پيښیږي چې تر اندازې زیات وزن واخلي. همدارنګه هغه ماشومان چې له چټک تیاریدونکو خوړو لکه برګر، پيتزا، شکلاد يا چاکلېټ او کوکوکولا په څیر غذایي رژیم لري، د وزن ډیریدو چانس یي لوړ دی.
د رواني فشار له امله د وزن ډیریدل
له ماشومانو سره ناوړه چلن، په ښوونځي تر اندازې زیاته توقع او کورنۍ شخړې هم د دې سبب کیږي چې ماشوم له دغو ستونزو څخه د خپل فکر بدلونو له پاره ځان په خوړو مصروفي او په نتیجه کې یي وزن زیاتیږي.
د وزن پر ډیریدو د کم خوبۍ اغیزې
هغه ماشومان چې بدخوابه دي یا کم خوب کوي د چاقیدو چانس یي ډیر دی. هغه چې د شپې کافي خوب نه لري، د ستړتیا احساس کوي، ډیره ډوډۍ خوري او لږ حرکت کوي، چې په نتیجه کې یي وزن زیاتیږي. ماشومان د ښوونځي په عمر کې باید له ۹ څخه تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب وکړي.
مناسب غدایي رژیم
یو متعادل غذایي رژیم یعنې په معینو وختونو کې منظم خواړه چې تر اندازې ډیر کالوري ونه لري، د ماشومانو د چاقوالي په مخنيوي کې مرسته کولی شي.
ورزش د وزن د ډیریدو مخه نیسي
د ساعتونو له پاره د کمپیوټر یا تلویزون مخې ته کښیناستل او د فزیکي حرکتونو او ورزش نه کول په ماشومانو کې هم د وزن د ډیریدو سبب کیږي. یو ماشوم چې د ۵ او ۱۷ کالونو ترمنځ عمر لري، باید لږ تر لږه په ورځ کې یو ساعت ورزشي تمرینونه وکړي.
پر روغتیا د چاغوالي اغیزې
په ماشوموالي کې د وزن زیاتوالی د دې سبب کیږي چې په لویوالي کې د شکرې، زړه او سرطان په ناورغۍ د اخته کیدو چانس لوړ کړي. سربیره پر دې اضافي وزن پر مفاصلو فشار زیاتوي او د هغو د سولیدو او ورستیدو سبب کیږي.
تر اندازې ډیر چاقوالی: د راتلونکي له پاره یوه نړیواله معضله ده
د روغتیایي چارو د څیړونکو د یوې نوې ارزونې له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې په نړیواله کچه د کم وزن درلودونکو ماشومانو په پرتله د آضافه وزن درلودونکو ماشومانو شمیر زیات شي. که له یوې خوا په نړیواله کچه د لوږې د ګراف د ټيټیدو په اړه خبر خوشحالونکی دی، له بلې خوا ځینې نور مسایل دي چې شاید په سمه توګه پر مخ لاړ نه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د څیړنې پایلې ښیې چې د چاقو او هغو ماشومانو چې اضافي وزن لري شمیر ډیر لوړ شوی دی. په ۱۹۷۵م کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۱ میلیونه تنکیو ځوانانو او ماشومانو (چې د ۵ او ۹ کلونو ترمنځ یي عمرونه درلودل) له چاقۍ څخه رنځ وړ. ۴۱ کاله وروسته د دوی شمیر ۱۲۴ میلیونو ته رسیدلی دی چې په دوی کې ۴۲ میلیونه هغه ماشومان دي چې تر پنځو کلونو کم عمر لري. اوس تر اندازې زیات چاقوالی په یوې نړیوالې ستونزې بدل شوی دی.