په مدیترانه کي دوې کښتۍ ډوبي سوي؛ په لسونو کسان لادرکه دي
۱۴۰۳ خرداد ۲۹, سهشنبهساحلي څارونکو د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه چي د ایټالیا په جنوب کي د کالابرین په سیمه کي د «په مهاجرو ډکي یوې بادباني کښتۍ د ډوبیدو په نتیجه کي» په لادرکه سوو کسانو پسې لټون روان دی.
د Resqship په نوم آلماني مرستندویه سازمان د خبر له مخي، د دوشنبې په شپه هم د ایټالیا لامپیدوزا ټاپو ته نیژدې یوه کښتۍ ډوبه سوې ده.
ياد سازمان ويلي دي چي د لیبیا او لامپیدوزا ترمنځ د موتوري کښتیو عملې «نادیر»، ۵۱ کسان له يوې لرگيني کښتۍ څخه ژغورلي دي.
د هغوی د معلوماتو له مخي د کښتۍ په لاندنۍ برخه کي چي له اوبو ډکه سوې وه، لس جسدونه هم موندل سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله د هغوی له ډلې دوه بیهوښه سوي کسان ژوندي پاته سوي دي.
د ياد مرستندوی سازمان په حواله ژوندي پاته سوي کسان دایټالیا ساحلي څارونکو ته سپارل سوي دي او د لسو مړه سوو کسانو جسدونه لامپیدوزا ته انتقال سوي دي.
د دغه سازمان په حواله د کښتۍ نیمايي مسافرین له بنگله دیش او پاته کسان له پاکستان ، سوریې او مصر څخه وه.
د ایټالیا خبري آژانس اَنسا، رپوټ ورکړی دی چي ژغورونکي عملې په ۵۰ لادرکه کسانو پسې لټون پیل کړی دی چی د ژوندي پاته سوو کسانو په خبره له کښتۍ څخه لویدلي دي.
د راد یکالا رسنۍ، په حواله بیا د لادرکه سوو کسانو شمیر ۶۴ ته رسیږي چي په هغوی کي افغانان او ایرانیان هم سته.
د ساحلي څارونکو په حواله دغه بادباني کښتۍ ښايي له ترکیې څخه راغلې وي. ساحلي څارونکي او د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتلو آژانس فرونتکس، د دوشنبې په ورځ خپلو پلټنو ته ادامه ورکړې ده. د لادرکه سوو کسانو د دقیق شمېر په هکله ساحلي څارونکي هیڅ معلومات نه ورکوي.
د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان (IOM) په حواله مرکزي مدیترانه په نړۍ کي د مهاجرو د تیریدو تر ټولو خطرناکه لار ده. د نوموړي سازمان په حواله یوازي په ۲۰۲۳م کال کي د مدیترانې له لاري د تيښتي پر وخت ۳۱۵۵ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
GP/NZ/AG