په ننګرهار کې د وژل شویو شمیر ۳۲ ته لوړ شو
۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سهشنبهد ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مشر نجیب الله کامه وال، د مرګ ژوبلې دغه شمیر تأیید کړی. د ننګرهار د پولیسو قوماندان جنرال غلام سنايي ستانکزي، وویل چې د اچین ولسوالۍ په لسونو اوسیدونکي د مهمند درې سیمې ته راغلي ول چې د تورخم او جلال آباد تر منځ لویه لاره وتړي.
د ستانکزي په خبره ځايي اوسیدونکو د یوه سیمه ایز قوماندان پر ضد مظاهره کوله چې ځانمرګی برید پرې وشو. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا برید کوونکي د مظاهرې له موضوع خبر وو او که نه.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو تر دې مخکې طالبانو او ترهګرې ډلې داعش په ننګرهار ولایت کې ورته بریدونه کړي دي.
تر دې مخکې د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي، له دویچه ویله سره په خبرو کې د پیښې پخلی کړی وو او یوازي يې د پنځو تنو د وژل کیدو خبره تائيد کړې وه. خو هغه ټینګار کړی وو چې دغه شمیر لوړیدای شي. د خوږیاڼي په خبره په چاودنه کې ۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي.
آژانسونه/ امید دیدار