په نړۍ کي باارزښته او بې ارزښته پیسې
د ډالرو په مقابل کي پنځه باارزښته او پنڅه بې ارزښته پیسې د کومو هیوادونو دي؟ په وروستیو کې د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداري او افغانۍ هم ارزښت له لاسه ورکړی دی.
۱ کویتي دینار، د نړۍ تر ټولو باارزښته پیسه
د ډالرو په مقابل کې تر ټولو لوړه بیه د کویتي دینار ده. یو کویتي دینار شا او خوا ۳،۲۹ امریکایي ډالره کیږي. د دغه کوچني هیواد اقتصاد تر ټولو زیات د تیلو پر صادراتو ولاړ دی.
۲ د بحرین دینار
دوهم ځای بیا د بحرین دینار لري، چې یو دینار یې شا او خوا ۲،۶۵ امریکایي ډالره کیږي او کابو له یوې لسیزي راهيسي یې ارزښت همدومره دی. د کویت په څیر د بحرین د اقتصاد بنسټ تیل جوړوي.
۳ د عمان ریال
د عمان یو ریال شا او خوا ۲،۶ امریکایي ډالره کیږي.
۴ د اردن دینار
د ډالر په مقابل کې د اردن د یوه ریال بیه ۱،۴۰ ډالره کیږي. د نورو خلیجي هیوادونو برعکس اردن تیل نه لري او نه یې اقتصاد دومره پیاوړی دی.
۵ د بریتانیا پاونډ
د بريتانيا پاونډ پنځم ځای لري. یو پاونډ په شا او خوا ۱،۳ امریکایي ډالره تبادله کیږي. په تیرو دوو لسیزو کې د ډالر په مقابل کي د یوه پاونډ بیه ۱،۲ وه او تر ټولو زیاته ۲،۱ ډالره وه.
د پاکستانۍ کلدارې وضعیت
په وروستیو ورځو کې د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په وروستیو دوو لسیزو کې د یوه ډالر بیه د ۵۲ او ۱۴۶ کلدارو ترمنځ وو او دا توپیر تر ۱۶۰ سلنه زیات دی. په ۲۰۰۹م کال کې یو ډالر ۸۲ کلدارې او په ۱۹۹۹م کال کې بیا ۵۴ کلدارې کیدی.
افغانۍ هم د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت بایللی
په دې وروستیو ورځو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ډیر کښته شوی دی. د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د کمیدو دليل جګړه، نا امني او په هیواد کې دننه سیاسي جنجالونه په ګوته کوي. اوس یو امریکایي ډالر د شا او خوا ۷۹ افغانۍ او ۲۰ پولو په بدل کې تبادله کیږي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو تر ټولو ټيټه بیه ده.
هندۍ کلداره
هندۍ کلداره په تیرو دوو لسیزو کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې په پرتله باثباته ده. په ۱۹۹۹م کال کې یو امریکایي ډالر شا او خوا ۴۲ هندي کلدارې کیده او اوسمهال یو ډالر تر۷۰ هندي کلدارو زیات کیږي.
پنځمه کم ارزښته پيسه – لاؤ کِپ
د سویل ختیځ آسیایي هیواد لاوس پیسه لاو کپ د ډالر په مقابل کې پنځمه کم ارزښت لرونکي پيسه ده. یو امریکایي ډالر شا او خوا ۸۶۲۷ لاو کپ برابر دی. مهمه خبره دا ده چې د دغه پیسې په ارزښت کې کمی نه دی راغلی، بلکې په ۱۹۵۲م کال کې دغه پیسه له کم ارزښت سره وړاندې شوه.
۴ د ګینې جمهوریت فرانک
د افریقایي هیواد ګینې جمهوریت فرانک د ډالر په مقابل کې د نړۍ څلورمه کم ارزښته پیسې دي. یو فرانک تر۹۲۰۰ زیاتو فرانک سره تبادله کیږي.
۴ د اندونیزیا روپۍ
اندونیزیا چې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو ستر هیواد دی، د کم ارزښت لرونکو پیسو دریم هیواد دی. په اندونیزیا کې له یوې روپۍ څخه تر۱۰۰ زرو روپو پورې بانک نوټ شته. یو امریکایي ډالر شا او خوا ۱۴۵۰۰ روپۍ کیږي.
۲ د ویتنام ډانګ
د نړۍ دوهمه کم ارښته پیسې د ویتنام دي. یو ډالر شا او خوا ۲۳۳۷۷ ویتنامي ډانګ کیږي. په ۱۹۹۹م کا کې یو ډالر څه دپاسه پنځلس زره ډانګ کیدل. خو د چارو پوهان په دې نظر دي چې د ښو تګلارو په خپلولو سره به په نزدې راتلونکي د ډانګ ارزښت بیرته ښه شي.
ایراني ریال
ایران چې د امریکا متحده ایالاتو له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی ریال یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. اوسمهال یو امریکایي ډالر شا او خوا ۴۲۱۰۰ ریال کیږي. په ۱۹۹۹م کال کې یوه امریکایي ډالر ۱۹۰۰ ریال سره تبادله کیده.