په نړۍ کي د آلمانيانو ساختماني شاهکارونه
د چین له «بوټانیکل گاردن» څخه نیولې، د سعودي تر ملي کتابتون پوري، د آلمان ساختماني شاهکارونه په ټوله نړۍ کۍ موجود دي. په پاریس کې د«کنتیمپریري آرکیټکچر-میډن جرمني» په نوم د دغو ودانیو په اړه نندارتون جوړ شوی دی.
په سعودي عربستان کې قضایې کمپلیس
البرت سپیئر او د هغه ملگرو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ډیري حکومتي ودانۍ ډیزائن کړي دي. د قضایي چارو له پاره دغه مخروطي ډوله کمپلکس ودانۍ په ۲۰۰۵م کال کي د آلماني انجینرانو له خوا طرحه او ډیزاين شوه.
د مختلفو موخو له پاره مرکز
د نکِل په نوم آلمانۍ کمپنۍ د روسیې په سانت پیترزبرگ کې دغه روغتیایې مرکز جوړ کړی دی. په دغه مرکز کې روغتون، څیړنیز مرکزونه او د املې او څیړونکو له پاره استوگنځایونه شامل دي. د پوځي او ملکي اهدافو له پاره دغه مرکز د جوړیدو چار په ۲۰۱۳م کال کې پای ته ورسیدې.
په چين کي بڼ
د چین په شنگهای ښار کې د ۲۰۱۰م کال د نندارتون په ترڅ کې دغه نباتي بڼ یا شنه خونه چې په ۲۰۷ هکټاره مځکه کې جوړ شوې نندارې ته وړاندي شو. دغه بڼ هم یو آلماني انجینر آؤر ویبر ډیزاین کړی وو. په دغه بڼ کې د نړۍ د مختلفو برخو ونې میوې او بوټي روزل کیږي.
ایتوپیا: سولر کیوسک
د ایتهوپیا په سویلي برخه کې د لمریزي انرژۍ په وسیله روښانه شوی دغه دوکان په ۲۰۱۲م کال کې د گرافټ آرکیټیک په نامه یوې آلمانۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوی وو. د دغه دوکان پر چت سولري تختې نصب شوي دي.
«کنگ فہد نیشنل لائبریری»
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د شاه فهد ملي کتابتون آلمانۍ کمپنۍ «کېربرټ آرکیټیکس» په ۲۰۱۳م کال کې جوړ کړ. د دغي ودانۍ د جوړولو په برخه کې سیمه ییزه معماري هم په پام کي نيول شوې ده.
«ویسنووکا هاؤسنگ کمپلیکس»
له شپږو ودانیو جوړ د استوگني دغه کمپلیکس د قزاقستان په آلماتا کې جوړ شوی دی. براؤن شلوکرمان ډریسن، د دغو اپارتمانونو د جوړوني په برخه کې د زلزلو احتمالي خطر هم په پام کي نیولی دی. په دغه کمپلکس کې چې د جوړیدو چاری یې په ۲۰۱۰م کال کې پای ته ورسیدلې دوه ۱۶ پوړیزې او څلور ۹ پوړیزي ودانۍ شاملي دي.
ملي کتابتون
د ۱۲ ميلیونو کتابونو او ۲۰۰۰ لوستونکو له پاره د کتابتون جوړول يو ستر چیلینج وو. د چین په پلازمېنه پيکينگ کې د ملي کتابتون د پراخولو کار د آلمان د فرانکفورت ښار اوسیدونکي یورگن اینگل له خوا په ۲۰۰۸م کال کې بشپړ شو.
میدار ښار
د منگوليا د پلازمېنې النباتور په سویل کې دغه ښاري پلان تر اوسه پوري بشپړ نه دی. د دغه ښار په مرکز کې د بودها ۵۴ متره لوړه مجسمه هم جوړه شوې ده. په دې ښار کې به موټر چلولو ته اجازه نه ورکول کیږي. ټاکل شوې ده چې دغه پروژه به په ۲۰۱۶م کال کې بشپړه شي.