په نړۍ کي د ۲۰۱۸ م کال د پيښو انځورونه
ښادي، غم، نفرت او مينه ـ ۲۰۱۸م کال له داسي پيښو ډک وو، چې حسي او عاطفي غبرګون يې په انسانانو کې راپاراوه. هغه عکسونه چې د همدغه کال د پيښو حالات انځوروي
د اور د لمبو ويجاړی
د اور د لمبو ويجاړی هغوی چې څه درلودل، هغه هم ترې د اور لمبو واخيستل. د نايروبې په ښار کې د بیوزلو په سیمه کې د اور لگېدني پيښه توماس موکويا داسي انځوروي. د جنوري اتلسمه، د اوسيدنې ټولي مېني په لمبو کي وسوځېدلې. ځکه د اطفاي کارکوونکو،ونه شو کولاې چې ځانونه د پيښې ځاې ته ورسوي. په دغه پيښه کې زیات انسانان مړه شول.
په سختو حالاتو کې د سیاستوالو تر منځ ټوکې
د فبروري پر شپږمه د سه شنبې په ورځ چې د اروپا پارلمان د غونډي پيل ته لږ وخت پاته وو، د اروپا د پارلمان رئيس ژان کلود يونکر کرار کرار د هورست زيهوفر خواته چې د ورځپاڼې په لوستلو بوخت وو ورغی او د سر ويښتان يې ورته ګډوډ کړل. يونکر د داسي کارونو شوق لري.
د امريکا د پورن ستورې د خلکو د پام وړ
د امريکا د پورن ستورې ستيفاني کلیفورد،د نيويارک ښار د محکمې مخي ته تر امنيتي پلټني وروسته خپل بوټان په پښو کوي. د حقوقي شخړې موضوع د کليفورد جنسي اړيکه له دونالد ترامپ سره وه. ستيفاني کليفورد د ترامپ وکیل لميشايل کوهن له خوا ۱۱۳ زره ډالر تر لاسه کړې وو، چې د دې موضوع په هکله څه و نه وايې، خو هغې وويل.
د امريکا سويلي ايالاتونه او د نازیانو غورځنګ
د د امریکا د جورجيا ايالت په يوه سيمه کي د (ناسیونال سوساليست) پلويان د نازيانو يو پټ دود ترسره کوي. د دويچه ويله عکاس ګوناګوکامورا اجازه لرله چې په دغه مراسمو کې ګډون وکړي. دا هماغه ډله ده چې په ۲۰۱۷م کال کې يې د شارلوتس ویل په غونډه کې ګډون کړې وو. د امريکا مدنې حقوقو فعالان، د ښی اړخو ډلو د ودې په اړه اندېښنه لري.
دوې څېرې او يو سرحد
د (جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جه اين او د شمالي کوريا کيم جونګ اون) د دواړو هيوادونو تر منځ پروت نظامي کلي پانمونجوم کې چې د دواړو هیوادونو په سرحد کې پروت دی، يو بل ته لاس ورکوي. آيا د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړو د له منځه وړلو وخت رارسیدلی؟ څوک نه پوهيږي!
خبريالان د داعش تر تېغ لاندي
خ د خلکو په منځ کې تر ځانمرګي برید لا څو شيبې تیري شوي نه وې، چې عمر سبحاني دغه پيښه انځور کړه. دغه پيښه د ۹ خبريالانو د وژنې سبب شوه. خبريالان له يو ځان مرګې بريد څخه د راپور اخیستلو له پاره راغلي ول، چې نيم ساعت ترمخه رامنځ ته شوې وه.
د ورزشي جامو پر ځای رزمي يونيفورم
د فوټبال په مسابقو کې هر وخت يوازي لوبغاړي، روزونکي يا توپ د نندارچيانو د پام وړ نه وي. ورزش کيدلاي شي له پامه وغورزل شي. لکه کله چې د هامبورګ او مونشن ګلادباخ د ټیمونو پلويانو د يوې لوبي پر مهال د نارنجکو په غورځولو پيل وکړ. دغه کار د هامبورګ له پاره کومه ګټه نه لرله. په لومړي ځل له لومړي ليگ څخه دويم ته ولوېد.
د فوټبال نړيوال جام اتل
بیا هم فوټبال: د فرانسې د فوټبال ملي ټيم، په نړیوال جام کې تر بريا وروسته، د خپل ټيم له روزونکې ديديه دشان سره بريالیتوب لمانځي. له کرويشا سره تر سختي لوبې وروسته فرانسې د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام وگاټه.
په آلمان کې تود موسم
سږکال دوبی تر ټولو تود وو. خو ډير وچ موسم وو. د حاصلاتو راټولول د بزګرانو د اندیښنې سبب شول. په پای کې د اقليم بدلون په هکله د ښار اوسیدونکي هم پوهيدلي او د ۲۰۱۸م کال تود دوبی د (کال کلمې) په توګه غوره شو.
نقاب او يونيوفورم
د ايي په نامه يوه ښځه د کپنهاګن پر سړکونو راڅرګنده شوه، څو د نقاب منع کولو پر ضد خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړي. دغه عکس په ډنمارک کې دوه ګونې غبرګونونه له ځان سره لرل. ډيرو کسانو د ښځي دغه اقدام وستايه، خو ځيني يې بيا د اخراج غوښتونکي شول. د
يوازي د ټولو تر وړاندي
دغه ټول نارينه په تورو دريشيو او يوه ښځه په سره رنګه کرتۍ کې. که څه هم د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل هم هلته شتون لري، خو په عکس کې نه ښکاري. د بريتانيا لومړۍ وزيره ترزا مې هم علاقه لري چې د اروپا له مشرانو سره يو ځای شي.
څه چې له سونامي څخه پاتې شول
يوه ناوکۍ، پشمي سوی، يو سطل او جامې. هغه څه دي چې د سولاوسي په ښار کې دغه کس ته پاته دي. د سپتمبر مياشتي په وروستيو کې اندونيزيا په دغه ټاپو کي د سونامي څپې داسي راغلې چې د هغه له کور څخه د خاورو ډيرۍ پاته شوه. درې ماشومان يې ورک شول.دغه ناورين کې له دوه زره څخه زياتو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او په زرونو لا درکه شول.
سترګه په سترګه
.يو فلسطينی او اسرايلي عسکر، په داسي حال کې چې سخت په غوسه دي د مبارزې په حال کي دي. د تاويلو ما ویلو وجه د اسرايلو هغه امر دی چې د اردن رود پر غاړه د نابلس سيمي ته نږدې د يو فلسطيني ښوونځي تړل دي. دغه دواړه د خپلو سیاسي رهبرانو د چلن بيلګې دي، په دغه شعار سره: په هيڅ ډول شاته ولاړ نه شئ او هيڅکله کومې روغې جوړې ته تسليم نه شئ.
له سیندونو او ديوالونو څخه تيريدل
د ګواتمالا او مکسیکو د سوچيتا له سیند څخه تيريدل، چې دا د لته طبعي سرحد دی، لوييس اګوستا خپل پنځه کلن زوی انخل په غيږ کي نيولی. دغه دواړه هم د مرکزي امريکا د (کاروان) له ډلې سره يوځاي شوي دي. هغه ډله چې د امريکا پر لور سفر ته د هر خطر له پاره تیاره ده. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترامپ هغوی پر امريکا بريد کوونکي ګڼلي دي.
د مطبوعاتو آزادي د ترامپ په سبک او چلند
بيا هم ترامپ. خبريالان د بې ځايه شويو ترڅنګ د ترامپ له دښمنانو څخه شميرل کيږي. د امريکا ولسمشر په يو مطبوعاتي کنفرانس کې، د خپل هميشنې عادت له مخې د سې ان ان خبريال جيم اکوستا ته اجازه ورنه کړه چې خپله پوښتنه وکړي. له هغه څخه ميکروفون واخیستل شو او اکوستا په سپينه ماڼۍ کې د فعاليت جواز له لاسه ورکړ چې بيا وروسته بيرته ورکړل شو.
په جنت کې دوزخ
د کاليفورنیا د ماليبو سيمه په خپل ښکلي او بې ساري طبيعت سره د سینما د ډيرو مشهورو ستورو د اوسیدلو ځای دی. د زمکې پر مخ دغه جنت د نوامبر مياشتې په لومړيو کې د خاورو او ايرو په يوه ډيرې واوښت. دغه اور له څه کم ۸۵ مړو او بې شميره ماڼيو د له منځه تلو سبب شو.
انسان د بدمرغۍ لامل
صالح حسن په خپل لاس کې د خپلې (څلورمياشتنۍ لور)حجاز لاس نیولی. حجاز د خوارځواکۍ له کبله د يمن په پلازمينه صنعا په يو روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. له ۲۰۱۴م کال راهيسې تر اوسه پورې په يمن کې کورنۍ جګړه روانه ده، چې سعودي عربستان او ايران پکې لاس لري. داسي يوه جګړه چې په هرو لسو دقيقو کي له يو ماشوم څخه ژوند اخلي.
د يوې دورې پاې
(زما له پاره ستر وياړ وو.) دا وروستۍ جمله ده چې انګيلا ميرکل د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د مشري په توګه په خپله وروستۍ وينا کې بیان کړه. انګيلا میرکل له اتلسو کالو وروسته د ګوند د رهبرۍ له مقام څخه استعفا وکړه او د دغه ګوند استازو انه ګرت کارمپ ـ کارنبائر د ګوند مشرتابه ته انتخاب کړه. د ميرکل استعفا کيدای شي له قدرت څخه قدم پر قدم خدای په امانې وګڼو.
په غوسه اعتراض کوونکي
دلته نه کومه جګړه ده او نه هم کوم آفت. اروپايان په نړۍ کې د نورو خلکو په پرتله د ژوند له ښو شرايطو څخه برخه من دي. سره له دي په پورتنې عکس کې په آلمان، فرانسه يا بلجيم کې خلک خپل ژوند ته انديښنه لري. لږ عايد، د کورونو لوړي کرايې، د تقاعد د تنخواوي کمښت او د بيو لوړوالي د خلکو غوسه راپارولې او د هغوی د اعتراض سبب شوي.