په نړۍ کی د ۲۰۱۸ کال د ښکلا ملکه
له ټولی نړۍ څخه ۹۴ کاندیدانی بنکاک ته راغلی وې تر څو د نړۍ د ښکلا د ملکې په توګه وټاکل سي. خو په دغو سیالیو کی له فیلیپن څخه کاتریون گرې اوله سوه. په دغو سیالیو کی د اول وار له پاره د کور یوې میرمنی هم برخه اخیستې وه.
لومړی مقام : سندرغاړه کاتریون گرې
هرې خواته خوشحالۍ تر سترګو کیدې. په وروستي پړاو کی چی څو ساعته یی دوام وکړ، له فیلیپن څخه کاتریون ګرې له افریقا ، آسیا او امریکا څخه خپلو نوو سیالانو څخه مخکی سوه . دغه ځوانه ۲۴ کلنه ښځه ، په خپل ټاټوبي کی سندرغاړې او ماډله ده. سربیره پردې دا په بې وزلو سیمو کی کوچنیانو ته زده کړې هم ورکوي.
دوهم مقام: تامارین گرین
د ۲۰۱۸ د می په میاشت کی ، هغې د جنوبي افریقا د ښکلا د ملکې لقب ګټلی وو او اوس دغه ۲۴ کلنه د نړۍ د ښکلا د ملکې په سیالیو کی دوهم مقام په لاس راووړ. تامارین گرین د طب په څانګه کی زده کړي کړي او په ډیرو هلو ځلو سره یی خپل پام د توبرکلوز ناروغۍ ته اړولی ، کومه چی په خپله یی هم څو کاله په وړاندی مبارزه کړې ده.
دریم مقام: شتفانی گوتیریس
۱۹ کلنه شتفانی گوتیریس په خپل ټاټوبی وینزوئلا کی ، د حقوق په څانګه کی تحصیل کوي. هغې د نړۍ د ښکلا د ملکې په سیالیو کی دریم ځای خپل کړ. سږکال یوازی ژوري هییت ته حق ورکول سوی وو چی نوموړي لقبونه وړو کسانو ته ورکړي.
لومړنۍ دوه جنسه کاندیده
ددغو سیالیو په تاریخ کی د اول وار له پاره سږکال یوه «نر ښځی» یا دوه جنسه هم ګډون وکړ. له اسپانیې څخه ، انگلا پونسه په اول سر کی یو هلک وو او د ډیرو کسانو له پاره ، هغه د ښکلا د ملکۍ د ټاکلو له پاره مناسب کس وه. هغې د کمپیوتر په برخه کی زده کړی کړي دي ، په خپل ټاټوبی کی ماډله ده او د دوه جنسه کسانو په وړاندی د تعصب سره مبارزه کوي. هغه په مکتبونو کی هم په دې اړه ویناوي کوي.
له آلمان څخه ، سلینه ویلرس
دغه ۲۵ کلنه غواړي په نوموړو سیالیو کی د ګډون له لاری له هغه کلیشه یی تفکر سره مبارزه وکړی چی ګواکی د ژیړو ویښتو لرونکي ښځی ټولی په اصطلاح احمقی یا ناپوهه دي. ویلرس وایی "دغه ډول ښځي احمقي نه دي.". سلینه ویلرس زده کړي کړي او د رسنیو د کارکوونکی په توګه په دې نظر ده چی ماډلې مجبوره نه دي ډیری ډنګرې واوسي.