په هرات کې د صنعتي توکو نندارتون
په هرات کې د یکشنبې په ورځ د صنعتي توکو نندارتون پرانیستل شو چې په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو دا ډول شپږم نندارتون دی. دغه نندارتون «سوله او په ځان بسیانه» تر عنوان لاندې د ترقۍ په بڼ کې پرانيستل شوی.
د لوړ پوړو چارواکو ګډون
په دغه نندارتون کي د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر سربیره ګڼ شمیر افغان چارواکو ګډون کړي وو.
د لاسي صنایعو پر وده ټینګار
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني وویل: «زموږ ټینګار دا دی چې په لویو ښارونو کې د دې ډول نندارتونو په جوړیدو سره لاسي صنایعو ته وده ورکړو او د بازار موندني په برخه کي یې حکومت ځانګړې پاملرنه کوي.»
د روباتونو ټیم نوښتونه
په یاد نندارتون کې د لاسي او صنعتي صنایعو ترڅنګ د افغان رباټونو ټیم غړو خپل کاري نوښتونه هم نندارې ته وړاندې کړل.
هرات چې د مرمر ډبره یې ځانګړی شهرت لري، له مرمرو جوړ ښکلې توکي نندارې ته وړاندي شوې. چارواکي وايي چې په نزدې راتلونکي کې به له هرات څخه ترکمنستان هیواد ته د مرمر ډبرو صادارت پیل شي.
تازه میوه
دا هغه غرفه ده چې کورنۍ میوې پکې نندارې ته وړاندي شوې دي. د سوداګرۍ وزیر وویل چې له دې وروسته به د افغان ځواکونو په غذاېې مینيو کي افغاني مېوې وي.
ځایي تولیدات
په دې نندارتون کې د ځينو صنعتي توکیو اولیه مواد که څه هم له بهر څخه راځي خو یو شمیرغرفي بیا شته چې لومړني توکي یې په خپله هرات کي جوړیږي.
عفونیت ضد مایع مواد
په داسې حال کې چې اوس په هرات کې د کرونا وبا دریمې څپې زور اخیستی، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمیر فابریکي عفوني ضد مایع او طبي وسایل تولیدوي چې اوس ورته اړتيا ډېره ده.
هراتي سوداګر او صنعت کاران د سوداګرۍ له وزیر څخه وغوښتل چې هرات ته له ګاونډیو هیوادونو څخه د مشابه توکیو د وارداتو د مخنیوي اقدام وکړي.
۲۲۰ غرفې
په ټوله کې په دغه نندارتون کې په ۲۲۰ غرفو کې سوداګریز توکي نندارې ته وړاندې شوې چې د نارینه صنعت کارانو ترڅنګ ښځینه صنعت ګرو هم پکې ونډه اخیستې ده.