په هلمند کې د خانشین ولسوالي د طالبانو لاسو ته لیدلې
۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبهد هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود آشنا، د چهار شنبې په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو وروسته له دری ورځو سختې جگړې څخه نن تر غرمې وروسته د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه په تکتیکي ډول پر شاتگ کړی دی.
د آشناء په خبره په دغه جگړه کې ۱۶ تنه افغان سرتیري هم وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د خانشین ولسوالۍ امنیه قوماندان هم په دې جگړه کې ټپي شوې دی. د هغه په خبره امنیتي ځواکونه د ښار په څنډه کې د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو له پاره امادگي نیسي. همدارنگه ځانگړي ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.
تیره شپه هم طالب جنگیالیو د کندهار هوایې ډگر پر ساختمانونو برید وکړ. چاواکو د دغه برید په ترڅ کې لږ تر لږه د ۳۷ ملکي وگړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام آباد کې د «آسیا زړه» په کنفرانس کې وویل چې له هغو ډلو سره چې له زور زیاتي څخه لاس پر سر شي حاضر دی چې خبرې اترې وکړي.
په دغه کنفرانس کې د ۳۰ هیوادونو استازو او ۲۰ سازمانونو گډون کړی وو او په خپله وروستۍ اعلامیه کې یې « د افغان طالبانو له ټولو ډلو او نورو وسله والو ډلو څخه وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي.»
د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ خبرې اترې د جولای په میاشت کې په پاکستان کې پيل شوې وې، خو د دغې ډلې د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له خبر سره وځنډیدلې.