په ټوله نړۍ کي ملیارډران او پیسې یې ډیري سوي دي
۱۳۹۷ آبان ۴, جمعهدغه خبر د سویس لوی بانک USB په خپل نوي رپوټ کي ورکړی دی او لیکلي یې دي، چي د ۲۰۱۶ کال په نسبت په ۲۰۱۷ م کال د ملیارډرانو او شتمو خلگو سرمایې ۱۹ فیصده یا ۸،۹ بلیونه ډالره اضافه سوي دي. په رپوټ کي راغلي دي ، چي نه یوازي ملیارډران په ټوله دنیا کي ډیریږي، بلکي سرمایې او پیسې یې هم. داسي چي ۲۱۵۸ نارینه وو او ښځو د جرمني د ټوله ۲۰۱۷ کال د کلني عایدپه اندازه پیسې په اختیار کي درلودې، یعني ۳،۳ بیلیونه یورو. د هر ملیارډر سرمایه بیا په متوسط ډول ۴،۱ ملیارډه ډالره کیږي.
په چین کي نوي ملیارډران
ترټولو دمخه بیا په چین کي په همدغه عیسوي کال کي نوي ملیارډران ډیر سوي دي. د همدغه بانک د رپوټ پراساس په ۲۰۱۷ کال کي ۳۷۳ ملیارډران موجود وه، چي په ۲۰۱۶ کال لا ۳۱۸ تنو ته رسیدله. په همدې حال کی د چین ملیارډران د ۵۵ کالو متوسط عمر په درلودلو سره د نوري نړۍ د ملیارډرانو په تناسب ځوانان ول، چي متوسط عمرونه یې ۶۴ کاله ول.
په جرمني کي هم په دغه موده کي ملیارډران ډیر سوي دي او د ۱۱۷ څخه ۱۲۳ تنو ته پورته سوی دي. دټولي اروپا په تناسب هر پنځم ملیارډر جرمنئ دی.
اکثره ملیارډران د صنعتي شرکتونو خاوندان دي او یا د خوراکي موادو، طبیعي محصولاتو، مځکو او جایدودنو په خرڅولو او رانیولو کي مصروفه دي.
د منیجرانو د مجلې "Manager Magazins" په حواله په جرمني کي د BMW موټر جوړولو سهامي شرکت سهم لرونکي شټیفان کوانت او سوزانه کلاتن سرمایې ۳۴ ملیارډه یورو اټکل سوي دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.12.2016)