د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي
۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبهلکه څنگه چي د روغتیا نړیوال سازمان د چارشنبه په ورځ (د سپتمبر پر ۲۱ مه ۲۰۲۲م کال ) په خپل رپوټ کي څرگنده کړه، ددغو ناروغیو په وړاندي تدابیر کیدای سي له دغه ډول ناروغیو سره د میلیونو مخامخ کسانو له وخت څخه مخکي مړیني مخه ونيسي. د رپوټ په حواله د ساري ناروغیو له امله د نړۍ په کچه هرکال ۴۱ میلیونه انسانان له منځه ځي چي ۱۷ میلیونه یې تر اویا کلونو کم عمر لري. په دې ډول د مړیني د اصلي عامل په توگه دغه ډول ناروغۍ تر ساري یا میکروبي ناروغیو مخکي سوي دي.
بوره د کولمو گټوري باکتریاوي له منځه وړي
د روغیتا د نړیوال سازمان د غیرساري ناروغیو د څانګي مشري، بینیته میکلسون په ژنیو کي وویل چي په هرو دوو ثانیو کي یو کس چی عمر یې تر ۷۰ کلونو کښته دی، د غیر ساري ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د ناروغیو په وړاندي د مبارزې له پاره په ملي او بین المللی کچه د ځانگړو سوو پیسو ډیره کمه برخه ددغو ناروغیو په برخه کي په مصرف رسیږي. میکلسون انتقاد کوي چي « دا واقعاً یوه تراژیدي ده.»
غیرساري ناروغۍ نه یوازي دا چی په نړیواله سطحه د مړیني د پیښو اصلي عامل دي، بلکې د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، پر دې باندي هم اغیز کوي چي ساري ناروغۍ په کومه کچه خپل اغیز اچوي. د کرونا پاندیمي وښودله چي چاغو انسانانو او هغو کسانو چي شکر درلود، په هغو کي دا خطر ډیر وو چی د ناروغۍ بهیر یې سخت وي او یا هم ورڅخه مړه سي.
غیرساري ناروغۍ ډیری وخت د دُخانیاتو د استعمال او یا هم غیر صحي خوراک له امله رامنځته کیږي. د ياد سازمان په رپوټ کي راغلي چی د عامو باورونو برعکس په اصطلاح د "ژوندانه طرز" په نامه ناروغۍ په عمومي ډول په شتمنو هیوادونو کې نه رامنځته کیږي. د غیرساري ناروغیو له امله، له وخته مخکي مرگونه په هغو هیوادونو کي رامنځته کیږي چي خلک یې لږ او یا هم متوسط عاید لري.
میکلسون وایی چي په همدې دلیل خبره نه یوازي پر روغتیا بلکې د عدالت پر ستونزه ده. دا ځکه چي په بې وزلو هیوادونو کي خلک ډیری وخت د ژوندانه د اړتیا وړ موادو، درملني او پالني ته لاس رسی نلري. د روغتیا د نړیوال سازمان یو نوی پورتال چي د چارشنبې په ورځ پیل سوی، ښيی چي په افغانستان او منگولیا غوندي هیوادونو کي د زړه د ناروغۍ له امله د مړیني پیښي تر ټولو ډیری دي.
دغه سازمان ټینګار کوي چي د غیرساري ناروغیو په وړاندي د خطر اصلي فکتورونه په ښه ډول کنترول کیدلای سي. یو له هغو څخه د دُخانیاتو استعمال دی چی له امله یې د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په سطحه د مړیني له ۸ میلیونه څخه زیات موارد ثبت کړي دي. په کال کي نوري د مړیني ۸ میلیون پیښي د غیر صحي خوراک له امله رامنځته کیږي. یعني د لږ، ډیر او یا هم خراب خوراک له کبله. د شرابو یا الکولو څښل سرطان او د یینې سیروز رامنځته کوي او په کافي اندازه د بدن نه حرکت د شاوخوا ۸۳۰ زرو مړينو د پيښو دلیل کیدای سي.
د روغتیا نړیوال سازمان څرګندوي، کله چي ټول هیوادونه د هغوی له خوا وړاندي سوي تدابیر، ددغو ناروغیو د خطر د فکتورونو د کمولو له پاره عملي کړي، نو کیدای سي په راتلونکو ۷ کلونو کي د ۳۹ میلیونو انسانانو ژوند وژغورل سي. حکومتونه کولای سي د دې غم وخوري چي نور بې شمیره انسانان لا اوږد، صحي او خوشاله ژوند وکولای سي.
همدارنگه د (ډبلیو اچ او ) په حواله له اقتصادي پلوه هم د غیر ساري ناروغیو په وړاندي مبارزه گټوره ده. په بې وزلو هیوادونو کي د ۱۸ میلیارډه ډالرو اضافي پانگې اچوني له لاري به تر ۲۰۲۳ م کال پوري تر ۲،۷ تریلیونو ډالرو پوري گټه په لاس راسي.
GP/BS/AG