په ټولگیو کی د جعلي خبرونو «فیک نیوز» په مقابل کی مبارزه
۱۳۹۸ تیر ۱, شنبهایوانا کاکیموتا هیله منده ده چی نوي ځوانان باید په ټولو هغه څه باور ونکړي چی د ټولنیزو رسنیو په شبکو کی یی لولي. د زده کوونکو سره د اړیکو د رسنیو بڼسټ ایښودونکې ژورنالیسته ، جولیانا ، د دیارلس کلونو زده کوونکو سره د مهاجرت د موضوع په اړه خبرو په ترڅ کی ، حیرانه سوه چی څرنگه نوو ځوانانو د امریکا په متحده ایالاتو کی ، په نژدې راتلونکی کی ، ولسمشریزو ټاکنو په اړه ، واضح نظرونه درلودل. هغوی د ترمپ له ټاکلو څخه راضي ښکاریدل. کله چی له هغوی څخه پوښتنه وسول چی انتخاباتوته د کاندیدانو په هکله معلومات یې له کومه کړي دي ؟ په جواب کی یی وویل: له انستاگرام څخه.
ما هغوی ته وویل چی دا د معلوماتو اصلی سرچینه نه ده او یوازی د عکسونو یو (اِپ ) دی. کله چی زده کوونکوپر خپل سمارت تلفونونو باندی دغه معلومات نوموړې ژورنالیستی ته ښکاره کړل نو هغه سخته حیرانه سوه او وې ویل چی هغه له انستاگرام څخه ( سکرین شات) یا د یوه متن کاپی وه چی د واتس اپ په یوه شخصي گروپ کی خپره سوې وه.
پروپاگنډونه اوږد عُمر لري
ددغه ډول معلوماتو خپرول ، په هغو کسانو کی چی د رایه ورکولو حق نه لري او غیرامریکایی تنکي ځوانان دي ، څه گټه لري؟
دا د معلوماتو د جعلي کوونکو له پاره یو ، له ساده تاکتیکونو څخه دی. هغوی مجبوره نه دي د خپلو جعلي معلوماتو د خپرولو له پاره ثبوتونه وړاندی کړي او غواړی چی فقط خلک په شک کی واچوي. د نوموړې رسنۍ په حواله له انستاگرام څخه ، د یوه متن کاپی کول ( سکرین شات) ، کله چی په فیسبوک او تویتر کی خپور سي نو د هغه د اصلی شکل په اړه بحثونه راپورته کوي ، خو واتس اپ بیا داسی یو گروپ دی چی د موضوع څیړونکي یی نه ویني.
دا موضوع د جولیانا په فکر کی چی له شلو کلنو څخه ژورنالیسته ده ، د تغییر سبب سوه. هغې له ځانه سره فکر وکړ چی » د څه له پاره په نړۍ کی د ژورنالیزم ښه دنده پر مخ بیایی چی انسانان حتی د رښتینی او غلط ژورنالیزم توپیر هم نه سي کولای؟ هغوی حتی ددې د معلوماتو د سرچینې په هکله هم پوښتنه نه کوي چی له کومه ځایه راغلي دي.
له همدې کبله یی وغوښتل چی په دې برخه کی یوڅه بدلون راولي نو خپل کاریې پریښود او د "Lie Detector" یا د درواغو ثابتولو په نامه یو پروگرام یی رامنځته کړ چی داسي ژورنالیستان تربیه کوي تر څو مکتبونو ته یی واستوي او تر لس کلن پورته زده کوونکو ته وښیی چی څرنگه معلومات ارزیابي کړي تر څو وکولای سی ، باوري سرچینې وپیژني. نوموړي بڼسټ له لویو تخنیکی شرکتونو لکه گوگل او فیسبوک او حکومتونو له خوا مالي ملاتړ رد کړ. د هغه پر ځای یی ، لوی مالی ملاتړ کوونکی د
Wyss Foundation په نامه امریکایی خیریه سازمان دی.
زده کوونکی باید لا ډیر ، مشکوک تربیه سي
د "Lie Detector" یو کورس ، د بروکسل په یوه بین المللی مکتب کی ، د امریکایی ژورنالیستی ، انا گروبه له خوا پر مخ بیول کیږي. هغه د ۱۵ کلونو زده کوونکو سره په دې اړه بحثونه کوي چی په ټولنیزو رسنیو کی له څه ډول معلوماتو سره مخامخ کیدای سي. گروبه له زده کوونکو څخه پوښتي چی یو له ستاسو څخه د "The Onion"په نامه امریکایی مسخره انتقاد کوونکې ورځپاني نوم خو به اوریدلی وي. ځینو زده کوونکو اشاره ورته وکړه. گروبه پوښتنه وکړه چی هغه ته سړی څه ډول نوم ورکولای سي؟ زده کوونکې ایوانا کاکیموتا جواب ورکړ چی پروپاگندونه. گروبه ووویل چی سم جواب دی ورکړ.
کاکیموتا وروسته وویل چی دا ، ټول هغه څه چی لولي ، دوه واره یی ارزیابي یا پلټنه کوي. خو هغه د خپلو نورو کشرو ، همصنفیانو په هکله اندیښنه لري. د هغې په خبره په ټولنیزو رسنیو کی واقعاً سړی پر هیڅ شي باور نه سي کولای. زیاتره کسان ، پرته له دې چی پر یوې موضوع فکر وکړي چی هغه حقیقت لري او که نه ، په اړه یی خپل نظر همداسي بیانوي. د هغې هم صنفي ، یوهانیس بیا وایی چی یوازی د خبرونو باوري پاڼي پرانیزي ، خو هغه هم د هغو کسانو په هکله اندیښمن دی چی دا کار نه کوي او زیاتوي:
»په آلمان کی د مثال په ډول د AfD یا ښي اړخو د تویتر اکاونټ ډیری کسان تعقیبوي. هغوی د AfD له خوا د اقلیم د بدلون او یا نورو موضوعگانو په اړه خپاره سوو مطالبو باندی باور ترلاسه کوي چی دا کار ما ډیر ناآرامه کوي.«
هغه کسان چی په یوه مکتب یا یوه کورس کی برخه نه سي اخیستلای، یوه بله لار هم لري. "getbadnews.com"په نامه انترنت پاڼه که څه هم د غلطې مشورې په ډول ښکاري، خو د DROG په نامه هالنډۍ ډلې له خوا چی پکښي د پوهنتون استادانو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارپوهانو برخه اخیستې ، یوه لوبه جوړه سوې ده. له نوموړې ډلې څخه مارجی آرینڅه ، دویچه ویلی ته ویلی چی د دغې لوبي په مرسته هغه تيوري ورښودل کيږي چی د دوی سره د جعلي معلوماتو په پېژندنه کي مرسته وکړي.
P.G/A.A/Teri Schultz