په پاکستان کې د کرونا ویروس پیښې نیږدې ۲۰۰ ته ورسیدې
۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سهشنبهپه پاکستان کې د یوې ورځ په ترڅ کې د کرونا ویروس ۱۳۰ تازه پیښې ثبت شوي دي او په دې توګه په دې هیواد کې د کرونا ویروس مجموعي پیښې ۱۸۴ ته لوړې شوي دي. چارواکو ویلي دي چې له ایران څخه د راغلو او قرنطین شویو کسانو د پخوانیو معایناتو په ترڅ کې تخنیکي ستونزې موجودې وې او د ستونزو په حلیدو سره دغه شمیر لوړ شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په خبره په کرونا ویروس اخته زیاتره کسان د پاکستان په تفتان ښار کې دي، هغه ښار چې د ایران پر پوله پروت دی. ایران تر چین وروسته هغه هیواد دی چې پکې د کرونا ویروس زیاتې پیښې ثبت شوي دي.
پاکستاني چارواکي همدا راز ویره څرګندوي چې ښايي د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې لا ډیر زیاتوالی راشي، ځکه د یو شمیر کسانو روغتیايي معاینات لا هم بشپړ شوي نه دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې له ایران او افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او نړیوال پروازونه یې هم یوازې تر دریو هوايي ډګرونو پورې محدود کړي دي.