په پیکینګ کې ستر هوایي ډګر پرانیستل شو
۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبهد چین ولسمشر شي جین پینګ، په رسمي توګه د پیکینګ نوی نړیوال هوایي ډګر پرانیست. دغه هوایي ډګر چې د پيکینګ ښار سویلي برخې ته په داشینګ کې موقعیت لري د ودانۍ د مساحت او ساحې له مخې د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر دی.
دغه هوایي ډګر باید تر ۲۰۲۱م کاله پورې په یوه کال کې د شا او خوا ۴۵ میلیونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابره کړي او وروسته به دغه شمیر ۱۰۰ میلیونه ته لوړ شي.
د دې ودانۍ ساختماني چارې داسې تر سره شوي دي چې شپږو لورو ته دهلیزونه لري او د یوه ستوري شکل ته ورته دی. له دې کبله د «سمندري ستوري» په نامه هم یادیږي. مسافر د هوایي ډګر دننه د تګ راتګ له پاره لنډې لارې لري چې حد اکثر به ۶۰۰ متره وي.
د دغه هوایي ډګر طرحه په ۲۰۱۶م کال کې د مړې شوې عراقۍ مهندسې زها حدید او د هغې د چینیايي شریک له لوري وړاندې شوې چې عضوي شکل او ډیره طبیعي رڼا لري.
دغه هوایي ډګر چې د ښار له داخلي برخې څخه ۵۰ کیلومتره وړاندې پروت دی د یوه چټک اورګاډي په واسطه په ۲۰ دقیقو کې مسافر تر ښاره رسولی شي.
همدا اوس د پيکینګ په شمالي څنډه کې پروت د پخواني هوایي ډګر له لارې په کال کې تر ۱۰۰ میلیونه زیات مسافر تګ راتګ کولی شي. په دې ډول دغه هوایي ډګر د مسافرو د انتقالیدو د اندازې له مخې د امریکا متحده ایالاتو په اتلانتا کې د هارتسفیلد جکسن، له هوايي ډګر وروسته دوهم ستر هوایي ډګر دی.
دغه نوی هوایي ډګر د چین په دولتي رسنیو کې د دغه هیواد د ظرفیت او پراختیا د توان لرلو د نخښې په توګه لمانځل کیږي.
د دغه هوايي ډګر پرانیستنه له پلان سره سمه تر سره کیږي چې د چین د ولسي جمهوریت د بنسټ ایښودنې د ۷۰یمې کلیزې سري سمون خوري چې په یوه پوځي پریټ لمانځل کیږي.
چینایي رسنۍ په لیوالتیا سره دې ته اشاره کوي چې د پيکینګ هوایي ډګر د جوړیدو چارې څومره ژر تر سره شوې او د دې برعکس د برلین د هوايي ډګر ساختماني چارو ۱۳ کاله وخت ونیو. دغه پروژه د بیلا بیلو دلایلو له کبله وځنډیده. اوس په پام کې ده چې د برلین هوایي ډګر د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې پرانیستل شي.
stu/ww (dpa, afp)