په کابل کي د «بنکسي» په نامه هنرمندانو یوه ډله
د افغان هنرمندانو یوه ډله، په کابل کي د دولتي ودانیو، مغازو، او سفارتونو دیوالونه، په گرافیتي تصویرونو ښکلي کوي. ځیني وخت حتی د ښار اوسیدونکي هم له هغوی سره مرسته کوي.
په کابل کي دیوالونو رسامۍ
دا د خانانو او زورواکانو د کورو دیوالونه دي چي د افغانستان د «بنکسي» ډله یې په لټه کي ده. افغان فعالان هم د بریتانيا د گرافیتي هنرمندانو په شان یو پیغام لري: د هغوی انځورونه په نژدې څلورو لسیزو جنگونو کي د هیواد ټولنیز مسایل مطرح کوي.
گرافیتي د ټولو له پاره
په دغه انځور کې د کابل ښاریان چي ځانونه د رسامۍ سالاران بولي له افغان گرافیتي هنرمندانو سره مرسته کوي. دغه نوم په افغاني ټولنه کي د جنگ سالارانو مرکزي نقش ته یوه اشاره ده. د حامد شریفي په نامه ددغې پروژې یو بڼسټ ایښودونکی وایی: «کله چي موږ خلکو ته خپل د کار په اړه معلومات ورکړل، نو د هغوی له تود هرکلي سره مخامخ سوو.»
قدرت، فساد او درواغ
د «هنر سالارانو» په ډیرو آثارو کي هغه غټي سترگي لیدل کیږي چي له دیوالونو څخه لارویانو ته گوري. ځیني دغه انځورونه دا پیغام لري چي «فساد سړی نه سي کولای پټ کړي، نه له خدای څخه او نه هم د خلکو له سترگو څخه». د شفافیت د نړیوال سازمان د رپوټ له مخي افغانستان د مفسدو هیوادونو په ليست کي لوړ ځای لري.
ښکاره پیغامونه
دغه هلک پوښتنه کوي: پلاره ددغه گران موټر له پاره دي پیسې له کومه کړې؟ شریفي وايي چي زموږ هدف د شک پیدا کول دي، څو افغانانو ته دا جرأت ورکړو چي مسایل ترپوښتني لاندي راولي. دغې هنري ډلې خپل لومړي انځورونه د معارف وزارت پر دیوالونو رسم کړل. په دغه وزارت کي د هغو پروژو له پاره ډیري پیسې پورته او کښته کیږي چي په اصل کي وجود نه لري.
له افغانستان څخه تېښته
هر پنځم مهاجر چي په ۲۰۱۵م کال کي اروپا ته راغلی، له افغانستانه تښتیدلی دی. د ډېرو نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعيت نور هم خطرناکه سوی. له هغه راهیسي افراطي طالبانو یووار بیا د هیواد ځیني برخې تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.
یوه انتقادي جمله
اروپايي ټولني او افغان حکومت په تیر اکتوبر مياشت کي د کډوالو د بیرته استولو په هکله یو هوکړه لیک لاسليک کړ. د هغه پر اساس افغانستان ځان مکلف بولي چي نامحدود شمیر کډوال بیرته ومني. د هغه په عوض کي به لویدیځ په راتلونکو څلورو کلونو کي د پرمختیايي مرستو په نامه له دغه هیواد سره څلور میلیارده یورو مرسته کوي.
د جگړې د اقتصاد زوال
له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هغه کارځایونه هم له منځه ولاړل چي له همدې امله رامنځته سوي ول. د نړیوال بانک د رپوټ له مخي په ۲۰۱۵م کال کي د افغانستان اقتصاد يوازي یو اشاریه پنځه فیصده وده کړې ده.
د زده کړو دروند بار
په افغانستان کي د سواد کچه د نړۍ په مقایسه ډیره کښته ده. د یونسکو د اټکلونو پر اساس یوازي د افغانانو یو پر دریمه برخه کولای سي لیکل او لوستل وکړي، که څه هم د زده کړو عامه سیستمونه تقویه سوي، خو بیا هم په دغه هیواد کي د مسلکي ښوونکو، کافي کتابونو او د زده کړو له پاره ډاډمنو ودانیو کمبود لیدل کیږي.